په افغانستان کي د بدني ښکلا سيالي
په افغانستان کي د بدني ښکلا سيالي درې ورځي مخکي په کابل کي ترسره سوه. بدني ښکلا په دې وروستيو کي په افغانستان کي تر ټولو محبوب ورزش گرځېدلی. په دې انځوريز راپور کي د بدني ښکلا سيالي ووينئ.
په افغانستان کي د بدني ښکلا ورزش سیالي درې ورځي مخکي په کابل کي ترسره سوه.
بدني ښکلا په دې وروستيو کي په افغانستان کي ډېر محبوبيت پيدا کړی.
دغه ورزش حتي د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په افغانستان کي ډېر محبوب وو.
په افغانستان کي د بدني ښکلا ورزش
محمد هارون عظيمي د بدني ښکلا ورزش په سیالي کي.
له ورزش سره علاقه غټ او کوچنی نه پېژني. له ځوانانو تر زړو پوري په افغانستان کي له دغه ورزش سره علاقه لري.
په افغانستان کي بدني ښکلا
د سيالۍ د تياري پرمهال.
د افغانستان په ټولو لويو ښارونو کي اوس د بدني ښکلا ډېر کلپونه پرانيستل سوي دي.
په افغانستان کي د بدني ښکلا سيالي
هر کال په افغانستان کي د بدني ښکلا سيالي جوړيږي.
ورزشکاران تر سيالۍ دمخه ځان اماده کوي.
په وروستيو کي په افغانستان کي د بدني ښکلا سيالۍ ننداره.
په افغانستان کي بدني ښکلا
د افغانستان په هر ولايت کي چي ددغه ورزش کلپونه وي ترمنځ ئې سيالۍ هم کيږي.