په افغانستان کي د اوسپنيزي پټلۍ د جوړيدو تړون لاسليک سو
۱۳۸۹ شهریور ۳۱, چهارشنبهد هوکړه ليک له مخي به دغه چينايي کمپنۍ په راتلونکو شاوخوا دوو کلونو کي دغه پټلۍ چي له کابله تر تورخمه او همداسي په شمال کي د هيرتانو تر بندر پوري رسيږي جوړوي.
دغه کمپنۍ چي اوس ورسره تړون سوي لا وختي په لوګر ولايت کي د عينکو د مسو د کان د قرارداد ګټونکې هم ده.
په دې موخه نن په کابل کي د د کانونو وزير وحيدالله شهراني، په کابل کي د چين سفير، د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين، د ټول ګټو وزير او د لوګر والي په يوه خبري غونډه کي د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل.
د کانونو وزير وحيدالله شهراني وويل چي د دغي پټلۍ اوږد والي ۹۰۰ کيلومتره دی چي د افغانستان له خېټي نه ختيځ او لويدځ ته تيريږي .
د نوموړي په خبره، د اوسپني د دغي پټلۍ په مرسته به د عينکو د کان مس نړيوالو بازارونو ته انتقال سي او پر دې سربيره به د سوداګرو مالونه هم په ډيره ټيټه بيه د يوې سيمي بلي ته ليږدول کيږي.
د شهراني د وينا له مخه د دغي پروژې لګښټ څه باندي څلور مليارده ډالره ده چي د اسياسي پراختيايي بانک له لوري ورکول کيږي.
«دغه پروژه افغانستان ته له اقتصادي اړخه ډيره مهمه ده، نن مو د چين له ام سي سي کمپنۍ سره د هغي تړون لاسليک کړ او دغه تړون دغي کمپنۍ د نړيوالو معيارونو مطابق ترلاسه کړی دی.»
په دې چي د افغانستان امنيتي حالت کړکېچن دی اوس داسي ويره رامنځ ته سوې چي ايا دغه پروژه به د امنيتي ستونزو په سبب سر ته ورسيږي که څنګه د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين منير منګل وويل چي د دغي پروژې درستي امنيتي چاري د افغان پوليسو په غاړه دي.
هغه وويل چي د تورخم څخه به تر هيرتانو بندر پوري د دغي آوسپنيزي پټلۍ امنيت دوی وساتي.
افغانستان چي د څلورو غاړو په وچي پوري تړلی هيواد ګڼل کيږي دمګړی د ليږد را ليږدل پر مهال تر ډيره پر ځمکني ترانسپورټ اړخ لګوي.
خو که چيري دغه اوسپنيزه پټلۍ وغزيږي نو له دي سره د افغانستان اقتصاد هم وغوړيږي.
د سياسي چارو کارپوهان په دي اند دي چي د افغانستان د هغو سيمو څخه چي دغه د اوسپني پلټۍ تيريږي تر ډيره نا امني دي. او دا به د چين ام سي سي کمپنۍ ته ګرانه وي چي په خپل دغه پلان کي بريالۍ سي.
خو د دغي چينايۍ کمپنۍ مشرانو ډاډ څرګند کړ چي د کورنيو چارو وزارت په دې برخه کي ورسره پوره همکاري کوي او د پوليسو يو خاص ټولګۍ هم د دغي پروژي د ساتلو لپاره جوړ سوی دی.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل