1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د اوبو د بندونو وضعیت

هاجره حرکت
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۹, سه‌شنبه

په افغانستان کي د اوبو بندونو ته څومره اړتيا ده او هغه چي جوړ شوي دي وضعيت يې څنګه دی؟ تير حکومت د په لسونو بندونو جوړولو هدف لاره، طالبان بيا وايي چي په دغه برخه کي د ۶۱ کوچنيو او غټو پروژو پلان لري.

https://p.dw.com/p/4R4hu
Afghanistan Salma Hydroelectric Staudamm in Herat
انځور: Getty Images/AFP/A. Karim

په افغانستان کې نيږدې ۲۰ لوی او واړه بندونه شته چې د ساتني چاري يې د دغه هيواد د اوبو او برېښنا وازرت  سمبالوي. د افغانستان طبيعي جوړښت دې ته ډېر مناسب دی چې په ډېر لږ مصرف پر اوبو باندي بندونه جوړ او خپله د برېښنا او مځکو د خړوبولو اړتيا پرې پوره کړي. خو د دغه هيواد يوه ستونزه دا ده چې ډېري اوبه يې ګاونډيو هيوادونو ته بې کنتروله بهيږي او لومړی بايد له ګاونډيانو سره دغه ستونزه حل کړي.

په افغانستان کې د برېښنا ستونزي ته په کتو سره تقريباً هر حکومت هڅه او ژمنه کړې ده چې پر خپلو اوبو باندي به بندونه جوړ او خپلي اړتيا به پوره کړي، خو مسلکي کسان او کارپوهان وايي چې په دغه برخه کې هڅي تر اوسه پوري کافي نه دي.

د اوبو د چارو کارپوه انجينر بختيار احمد ژمن چې د ډېرو بندونو چاري يې څارلي وايي: «د پخواني حکومت په وروستيو کې پروگرامونه جوړ شول او هڅه دا وه چې د اوبو بندونه جوړ شي چې د ځينو سروې ګاني حتی د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پرمهال شوي وې. لکه د خوش تيپې کانال چې اوس پرې کار روان دی او د کمال خان بند چي بشپړ شو او د ځينو د جوړيدو کارونه بيا د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کي درېدلي دي: «د هرات ولايت په کروخ ولسوالۍ کې د پاشدان په نوم د اوبو بند چې کارونه يې د ډاکټر غني په وخت کي پر مخ تللي ول، د طالبانو په راتگ سره په ټپه ولاړ دي.»

Eröffnung von Salma Wasserkraftwerk Afghanistan Besuch Narendra Modi
د سلما بند د پرانیستي مراسمانځور: DW/A.Mutmaien

هغه زياته کړه: «د افغانستان پر اوبو باندي  په لسونو لويو او کوچنيو بندونو جوړولو کار چې د جمهوري رياست په وروستيو کلونو کي پيل شوی وو، يو شمير يې د فساد له کبله  نيمگړي پاتې دي، لکه د کابل د شاه او عروس بند جوړول چې انجينرانو يې د يو اعشاريه دوه ميگاواټه برېښنا د توليد وړتيا ثابته کړی وه».

د جمهوريت په وروستيو کي د اوبو بندونه

د مسلکي کسانو او کار پوهانو په خبره د جمهوريت په وروستيو کې د غني ادارې تلاښ کاوه،  د افغانستان پر اوبو بندونه جوړ او د هيواد اړتياوي پوره کړي چي په دې اړه د اوبو سکتور ته خاصه پاملرنه هم کيده خو ډېر کارونه نيمګړي پاته شول.

د کابل د پولي تخنيک استاد محمد عاصم مايار چې د جمهوریت په وروستي پړاو کې يې د اوبو بندونو جوړول له نږدي څارلي، وايې: «د ډاکټر غني د واک پر مهال پر نهو سترو بندونو کار روان وو چې په هغې کې د شورابک بند، په فارياب کي د دهندرې بند، په غور کي يو بند، د کمال خان بند او ځيني نور بندونه هم ول چې اوس مهال د ځينو کارونه درېدلي دي.»

ښاغلي مایار وويل، چې د ډاکټر غني د واک په وروستیو کي داسي پلان وو چې په ټول افغانستان کي کوچني بندونه يا چيک دیمونه جوړ شي، تر څو د باران اوبه زيرمه کړي. دا ځکه چې د اقلیم بدلون له کبله د واورو ورښت کم شوی، نو که زيرمه نه شي له هيواد څخه ژر بهر کيږي. هغه زياته کړه: «په خواشينۍ سره چې دغه پروژو ته بيلې شوي پيسې، کله چې د جمهوريت په وروستيو کي جگړې زور واخيست، هغه پيسې هم جگړې ته ځانگړي شوي.»

 

د طالبانو واکمني او د اوبو بندونو حال

 طالبان وايي چې دوی اوس د اوبو بندونو سروي ګاني پيل کړي دي چې تر بشپړيدو وروسته به يې د جوړولو او رغولو کار پيل شي.

د طالبانو ادارې د اوبو او انرژۍ وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رئیس غلام جيلاني حقپرست وايي چې دوی پر اوبو باندي بندونو جوړولو ته ځانګړی پلان لري: «د اوبو او انرژۍ وزارت د هيواد د اوبو هر اړخيز مديرت له پاره په خپلو لنډو او اوږد مهاله پروگرامونو کې د ۶۱ لويو او کوچنيو بندونو پروژې شاملې کړي دي. له هغو څخه ۳۱ پروژې تر کار لاندې دي او نورې ۴۸ پروژې د ارزونې، ډيزاين او په ودانيزو مرحلو کي دي، چې په ولاياتو کې اړتياوو، د پروژو اغيزمنتوب او متوازنې ودې ته په پام سره په هيواد کې د اقتصادي امکاناتو په نظر کې نيولو سره پروگرام جوړ شوی دی.»

هغه زياته کړه چې د دغو بندونو په جوړولو سره به په ټوليزه توگه ۲۹۳۹۶۸ ميليون مترمکعب اوبه ذخیره شي او ۶۷۹۱۳۰ هکټاره ځمکه به خړوبه او دغه راز به ۱۳۸،۴ مېگاواټه بریښنا تولید کړي.

انجينر سراج الحق دانشيار وايې: «د افغانستان اقتصادي کړکېچ ته په کتو سره، داسي نه بريښي چې د اوبو بندونو رغول به په نږدي راتلونکي کي تر سره شي.  که د جمهوريت پر مهال رشوت او فساد له يوې خوا او له بلې خوا جگړې او نا امنيو په دغه لار کې خنډونه جوړول، نو اوس طالبان بيا د خپلو گاونډيانو پر وړاندې مجبوریتونه لري چي بيا به هم په افغانستان کي د اوبو بندونه د جوړيدو او رغولو پروژې همداسي نيمګړي پاته شي.»

د څارونکو په اند، چې په ټوله کې د طالبانو په واک ته رسیدو سره په افغانستان د اوبو بندونو مسله په هيواد کې په روان وضعيت پوري تړلې ده.