په افغانستان کي د امريکا جگړه د هغه هيواد په تاريخ کي تر ټولو اوږده جگړه ده
۱۳۸۹ تیر ۳۰, چهارشنبهتيره مياشت بارک اوباما د جنرال مک کريسټل د گوښه کېدو او او پترايس د ټاکلو پر مهال قرار وکړی په افغانستان کي د ډيري سختي جگړې سره مخامخ دی.
اوباما هم هغه د خپل ماموريت له پيل څخه د افغانستان جگړه د ځان جگړه بللې ده. ده خپله موخه په روښانه توگه سره جوته کړې چي: افغانستان اجازه نه لري د ترهگرو د پاره مصئون ځای وي.
د امريکا په متحده ايالتونو کي د ٢٠١٢ ميلادي کال تر اولسمشريزه ټاکنيزه سيالو پوري بايد اوباما نه يوازي په افغانستان کي د طالبانو پرضد برياليتوب په ډاگه کړي.
اوباما د امريکايانو سره ژمنه کړېده، چي د ٢٠١١ ميلادي کال د جولای په مياشت کي به له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ايستنه پيل کوي.
د اوباما يو مخکښ صلاحکار رام امانويل Rahm Emanuel ټينگار کوي چي:
د ٢٠١١ ميلادي کال د جولای په مياشت کي د امريکايي عسکرو د ايستنې په اقدام کي کوم بدلون نه راوستل کيږي. په دې کي هيڅ شک نسته چي يو کال پس به دا کار کيږي.
د امريکا هر پوځي صلاحکار هم دا نېټه منلې ده. خو په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټنلي مک کريسټل د امريکا سنا ته په ځواب کي ويلي دي چي:
«زما لخوا هېڅکله خوښه نه ده ورکړل سوې. بلکي افغانستان تر اوسه هم د اوږدې مدې د پاره د امريکا مرستو ته اړتيا لري.
Sina, Ralph/ محمد عارف وردگ
کتونکی. زيارمل