په افغانستان کي د آذربايجان يوې الوتکي سقوط کړی
۱۳۹۵ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبهد آذربايجان انترفکس خبري آژانس د دغه هيواد د چارواکو په حواله لیکي چي د پيښي علت تر اوسه پوري لا روښانه نه دئ او دا چي څومره کسان پکښې وژل سوي او د کومو هيوادونو دي هم معلومه نه ده.
د راپورونو له مخي د دغي الوتکي د رالوېدو په پېښه کي ۷ کسان وژل سوي او دوه نور سخت ټپیان سوي هم دي.
تر دې دمخه د آذربايجان د ملکي هوايي چلند ادارې ويلي ول چي د چهارشنبې په ورځ ماښام له «دوير» هوايي ډگره تر الوتني لږ وروسته دغه چارتر الوتکه چي نړيواله خدمه ئې لرله رالوېدلې ده.
ويل کيږي چي دوير هوايي ډگر د هلمند په گرمسير ولسوالۍ کي د بهرنيو ځواکونو اډه وه.
د الوتکي خدمه درې تنه اوکراينيان، پنځه آذربايجانيان او کپيتان ئې د ازبکستان هيواد وگړی وو.
دغه الوتکه له «Silk Way» هوايي شرکت څخه په افغانستان کي د داخلي پروازونو له پاره په کرايه نيول سوې وه. دا چي الوتکه څرنگه او ولي رالوېدلې ده تر اوسه ئې په اړه معلومات نه سته.