په افغانستان کي جنګونو تر پخوا زور اخيستی دی
۱۳۸۸ تیر ۲۶, جمعهګيتس پرون پنجشنبې په نيويارک کښي سرتيرو ته د وينا پر وخت وويل چې دا بيا په هغه څيړنه پوري اړه لري چه د راتلونکي اونۍ تر پايه به يې جنرال سټينلي ميک کريستال تر سره کړي.
ده وويل چې که هغه په لږه پيمانه هم وي، خو ښايي ځواکونه به په افغانستان کښي اضافه سي .
داوباما حکومت تر اوسه پوري په افغانستان کښي د ناټو د عسکرو زياتوالی تر 68000 پوري پلان کړيدی . دا د بوش د وخت په مقايسه تقريبأ دوه برابره دی .
خو په دې منځ کښي په افغانستان کي جنګونو تر پخوا زور اخيستی دی ،او راکم سوي ندي . دجولای مياشت د ناټو او آيساف د قواوو دپاره د تيرو 8 کلو په مقايسه يوه وژونکې او د تلفاتو ډکه مياشت وه . پرون يو کاناډايي او يو برتانوی عسکر ووژل سول ، او پدې ترتيب د جولای د مياشتي تر نيمايي پوري 48 خارجي عسکر وژل سوي دي .
د بلي خوا طالبانو امريکايانو ته اخطار ورکړی دی ،چه که په تښتول سوي عسکر پسي لټونه ونه دروي ،او په غزني او پکتيا کښي هوايي بمبارۍ بندي نکړي ، نو به تښتول سوی عسکر ووژني . امريکايانوتر اوسه ددغه اخطار په باب څه ندي ويلي .
AP/
کتونکی : محمد قاسم نوري