په افغانستان او سيمه کې پسرلی
د ښکارندوی د پسرلي قصيده داسې ده: د پسرلې ښکلونکي بيا کړه سينګارونه، بيايې ولونل په غرونو کې لالونه، مځکه شنه لاښونه شنه لمنې شنې سوې، مرغلرو باندې وښکلل بڼونه، د غټولو جنډې خاندي و رېدي ته، زرغونو بڼو کې ناڅې زلمي جونه
سږ کال هم پسرلی ګلونه او وږمې له ځانه سره راوړي.
هر پلو د ګلو وږم دى لونلى، ته وا راغله له ختنه کاروانونه عکاس: بیژن کوچکپور
انځور کې مچۍ ليدل کيږي چې څنګه شات لاس ته وروړي
لکه ناوې چې سورټيک په تندي وکا، هسې وګاڼل غټولو سرهْ پسولونه عکاس: رشید برادران
په افغانستان کې پسرلی
زرغونو مځکو کې ځل (ځلا) کا لکه ستوريه، چې پر هسک باندې ځلېږي سپين ګلونه، سپينې واورې ويلېده کاندي بهيږي، لکه اوښې د مين پر ګرېوانونه عکاس: حامد کليوال
يوه تفريحي سيمه (جلفا)
د مسيح په پو به مړو ژوندون بياموند، پسرلى مګر مسيح سو په پوکړونه، له مړو خاورو يې اغلې ګل را ويوست، وچ بيديا او غر يې کړله جنتونه عکاس: عباس اکبری
پسرلی راغی
پښتونخوا ښکلي زلمي چې زغلي هند ته، نو اغليه پېغلې کاندي اتڼونه عکاس: بیژن کوچکپور
د پسرلي ډالۍ
څو په باغ کې لا يو ګل د نوبهار شته، د بلبلو د توتيانو پرې چغهار شته (خوشحال خان خټک) عکاس: حامد کليوال
پسرلي ته هر کلی
نن دې غم لا ما نه ځان ساتي که ښه کا، چې په سيل د بهار راسره يار شته (خوشحال خان خټک) عکاس: ژیلا حسینخانی
پسرلی شاعرانه موسم دی
شيخ ملا دې زما غم په بهار نه خوري، چې رباب او سرندې غوندې غمخوار شته، نه به زه د ميو جام کښېږدم له لاسه، نه زما له پارسايي سره څه کار شته (خوشحال خان خټک) عکاس: بیژن کوچکپور
په کابل کې غوړېدلي ګلان
نن هغه شاه جهان د زمانې دی، چې دسته يې د ګلونو په دستار شته (خوشحال خان خټک) عکاس: حامد کليوال