په افریقا کي انلایني تجارت پر غوړیدو که خرابیدو دی؟
۱۳۹۸ آذر ۲۴, یکشنبه۲۰۱۹ م کال د ډیرو له پاره داسي یو کال دی، چي په جریان کي یې انلایني تجارت ډیر وغوړیدی. په افریقا کي تأسیس سوی انلایني شرکت،جومیه- Jumia ،چي ورته د افریقا امازون هم ورته وايي،حتی د همدې کال په اپریل میاشت کي د نیویارک د سهمونو بازا ته ورداخل سو. هغه په لسو افریقايي هیوادونوکي فعاله دی.
خو د توربيورن فريدريكسون په خبره د اروپا په نسبت، چي پکښي انلایني تجارت ۵۰ تر ۶۰ فیصده پوري وده کړې ده ، په افریقا کي تر اوسه پوري لا هغه تر پنځه فیصده هم کښته دی. خو دغه براعظم د انلایني تجارت د غوړیدو ډیر امکانات لري. فريدريكسون د ملگرو ملتو د بين المللي تجارت او پرمختیا د کنفرانس د انلایني او ډیجیتلي اقتصاد (UNCTAD) د برخي آمر دی.
خرابه زیربنا او د کورونو دنمرو نه موجودیت
په افریقا کي د انلایني تجارت پر غوړیدو سربیره د دغه هیواد خرابه زیربنا او د کورونو دنمرو نه موجودیت ددې سبب سوی دی، چي د جومیه انلایني شرکت ډیر تاون وکړي او مجبوره سي په تانزانیا او کامرون کي حتی خپل فعالیتونه متوقف کړي. ددغو تاوانونو نور علتونه د شیانو پر رسولو د خلگو بې اعتمادي،د مستهلکینو خرابه حمایه ، خرابه ډیجیتلي او فزیکي زیربنا او د سودا اخیستلو لږ قوت.
د فريدريكسون په حواله د انلاین د لاري د پیسو استول هم په افریقا کي منظم نه دی او اکثره کسان په عوض ددې چي پیسې د بانکي انلاین له لاری ولیږي، هغه د اشخاصو په لاس لیږي.
ایا انلایني تجارت د افریقا له پاره یو چانس او که خطر دی؟
په داسي حال کي ، چي افریقايي انلایني شرکت، جومیه شاته کیږي ، بیا علي بابا چینايي شرکت د هغه ځای نیسي. دغه شرکت د ۲۰۱۸ م کال په نومبر میاشت کي په رواندا کي د یوه ډیجیتلي تجارتي مرکز تر جوړولو وروسته اوس په ایتوپیا کي د Electronic World Trade Platform په نامه یو بل سیمه ایز مرکز هم افتتاح کړ.
دغه شرکت ،چي د امازون امریکايي شرکت سره یو ځای د نړی د انلایني تجارت ۹۰ فیصده برخه تشکیلوي، اوس غواړي د افریقا بازارونه هم اشغال کړي.