1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسرائیلو کې ۱۹۰۰ کلن زوړ مقدس کتاب موندل شوی

۱۳۹۹ اسفند ۲۷, چهارشنبه

اسرائیلي لرغون پیژندونکو ويلي دي چې د ۱۹۰۰ کلن زوړ مقدس کتاب ځینې ټوټې یې د بیت المقدس ښار جنوب لوري ته پرتې د یوې دښتې په سمڅو کې موندلي دي.

https://p.dw.com/p/3qkYK
Weltspiegel 17.03.2021 | Israel Jerusalem | Archäologische Funde Judäische Wüste
انځور: Menahem Kahana/AFP/Getty Images

اسرائیلي لرغون پوهانو د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د مارچ ۱۶) ویلي دي چې د بیت المقدس جنوب لوري ته په پرته د یوې دښتې په سمڅو کې یې د ۱۹۰۰ کلن زوړ مقدس کتاب ځینې متنونه موندلي دي. زیاته شوې چې موندل شوی متن په یوناني ژبه لیکل شوی او دا چې دغه متنونه د ذکریا بن برخیا او ناحوم په نامه پیغمبرانو اړوند دی.

د اسرائیلي لرغون پیژندونکو په باور دغه لرغوني مقدس متنونه چې د ۱۳۲ او ۱۳۶ میلادي کلونو اړوند دي، ښايي د روم د امپراطورۍ پر وړاندې د قیام پرمهال په دغو سمڅو کې پټ کړل شوي وي.

سربیره پر دې، لرغون پیژندونکو د یوه کوچني ماشوم ۶۰۰۰ کلن مومیايي شوی جسد، یو شمیر سکې، جامې، میز، د سپږو ضد ږمونځه او یوه ستره ټوکرۍ هم موندلې ده. په تيرو څو لسیزو کې د دغه راز لرغونو تاريخي اثارو د موندلو یوه بې ساري پیښه بلل شوې.

د لروغون پوهانو په باور د موندل شوو لرغونو اثارو له جملې څخه موندل شوې ټوکرۍ یا سطل ته ورته لوښی ښايي تر ټولو زوړ وي. د دوی په باور دغه لوښی لږ تر لږه ۱۰ زره او ۵۰۰ کاله زوړ دی او دا په نړۍ کې تر اوسه پورې موندل شوی تر ټولو زړه او لرغونې ټوکرۍ ده.

د اسرائیلو د لرغونو اثارو د ملي ادارې د معلوماتو له مخې، کشف شوي توکي د بارکوخبا په نامه د هغه قیام اړوند دي چې د روم د امپراطورۍ پر ضد شوی وو. د روم د امپراطورۍ پر ضد دغه پاڅون د شمعون بارکوخبا په مشرۍ په ۱۳۲م کال کې شوی وو او تر پاڅون نیږدې درې کاله وروسته بیرته سرکوب کړل شو.