په اسرائيل او فلسطین کې روان تاوتریخوالي اوباما اندیښمن کړی
۱۳۹۴ مهر ۲۵, شنبه
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ(د اکتوبر میاشتې۱۶) په اسرائیل او فلسطین کې د مخ پر ډیریدونکي تاوتریخوالي په هکله اندیښنه ښودلې. هغه له دواړو هیوادونو له مشرانو څخه وغوښتل چې له هغو څرگندونې دې ډډه وکړي چې تاوتریخوالي ته لمن وهي.
د فرانسې خبري آژانس په حواله، اوباما د سویلي کوریا له ولسمشرۍ میرمن پاک کوئن های، سره د یو گډ خبري کنفرانس په ترڅ کې په اسرائيل او فلسطین کې د تاوتریخوالي د مخ پر ډیریدونکو پيښو په هکله اندیښنه څرگنده کړه. اوباما وویل چې زه د بې گناه خلکو پر وړاندی زور زیاتۍ په سختو الفاظو غندم. هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې اسرائیل حق لري چې په سړکونو کې د زورزیاتي او چاقویې بریدو په مقابل کې له خپلو خلکو څخه دفاع وکړي.
د امریکا متحده ایالتو ولسمشر پر دواړو ښکیلو خواو غږ وکړ چې: « زما په اند دا خبره د اهمیت وړ ده چې لومړی وزیر نتانیاهو او نور اسرائيلي چارواکي او ولسمشر محمود عباس او نور قدرت مند خلک، باید کوښښ وکړي چې د داسې څرگندونو څخه ډډه وکړي چې قهر، غوسې او تاوتریخوالي ته لمن ووهي.»
اوباما زیاته کړه چې په اوږدمهال کې یوازنۍ لار چې د« اسرائیلو امنیت تامين شي او فلسطین خپلو هیلو ته ورسیږي» دا ده، چې دواړه هیوادونه د سولې او امنیت په فضاء کې یو د بل موجودیت ومني، اوباما وویل: « خو په اوس وخت کې ټول باید پر دې موضوع تمرکز وکړي چې بې گناه خلک ونه وژل شي.»
د امریکا متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزارت ویاند جان کیربي، هم دواړو خواوې په ترورستي اقداماتو تورن کړي دي او ویلې یې وو چې د بیگناه خلکو وژل کیدل که هغه په اسرائيل کې وي او که په فلسطین کې سپینه ماڼۍ انديښمنه کړې ده. هغه زیاته کړې چې واشنگټن د دواړو خواو سره په تماس کې دی.
په نږدې راتلونکي کې د کېري او نتانیاهو لیدنه کتنه
اوباما په داسې حال کې چې په اسرائيل او فلسطین کې د مخ پر ډیریدونکي تاوتریخوالي په هکله خبردارۍ وکړ، په راتلونکي اونۍ کې په آلمان کې د وروستیو ترخو واقعیتونو اړوند، له بنیامین نتانیاهو سره د جان کیري د لیدنې کتنې اعلان هم وکړ. ټاکل شوې ده چې کیري به ډیر ژر سیمې ته سفر وکړي.
د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل هم د چهارشنبې په ورځ په نږدې راتلونکي کې آلمان ته د نتانیاهو د سفر په هکله خبر ورکړی وو. خو سره له دې هم داسې ویره موجوده ده چې مخ پر ډیریدونکی تاوتریخوالې به همداسې دوام پیدا کړي.
اسرائيلي پوځ د جمعې په ورځ د فلسطینیانو د یوه سل کسیزې ډلې له خوا د« یوسف پر مقبرې» د اور لگونکو بمونو د برید خبر وکړي وو. د اسرائيلي پوځ په وینا دغه برید د پنجشنبې ماښام ترسره شوې وو. دغه مقبره د فلسطین تر کترول لاندی سیمه کې د یهودیانو له پاره یو مقدس ځای دی. مقبرې ته ډیر تاوان اوښتې دی، خو په دغه پيښه کې چاته مرگ ژوبله نه ده اوښتې.
فلسطینیانو د جمعې ورځ د اسرائيلو پر وړاندی د «انقلاب ورځ» نومولې. په دغه ورځ پولیسو له ۴۰ کلنې څخه کم عمره ځوانانو ته اجازه ورنه کړه چې په مسجد الاقصی کې د جمعې لمونځ ادا کړي. په دې وروستیو اونیو کې د همدغه جومات پر سر چې هم مسلمانانو او هم یهودانو ته یو مقدس ځای دی شخړي زور اخیستې دی.