په استراليا کي حيواناتو ته د هوا له لاري خواړه رسول
په آستراليا کي اور وژونکو د ځنگلونو تر ټولو ستر اور تر خپل کنترول لاندي راوستی. مرستندويان له هوا څخه وحشي حيواناتو ته خوراکي توکي ورغورځوي. خو کارپوهان د حيواناتو د ډيرو ډولونو د له منځه تلو بيره لري.
له هوا څخه د حيواناتو تغذيه
د نيو ساوت واليز د ايالت په اوليمي ملي پارک کي، ژوندي پاته سوو حيواناتو ته د هوا له لاري زردکي او خواږه کچالو وراچول کيږي. د نوموړي ملي پارک کارکوونکي دغه ترکاري په الوتکو کي راوړي او بيا يي پر اور ځپلو سيمو باندي غورځوي. په تيره بيا کنگرو له دغو خوړو څخه ډير برخمن کیږي.
د کنگرو د ژوندي پاته کيدو له پاره مرسته
همدارنگه په گاونډي ملي پارک ينگو کي هم له وږو کنگرو گانو سره د هوا له لاري مرسته کيږي. دغه مرستي د چاپيريال ساتني وزارت په چوکاټ کي ترسره کيږي چي غواړي د کنگرو بيلابيل ډولونه وژغوري. د هغوی د ژوند کولو ځای سدني ته نژدې يو طبيعي پارک دی چي په ۲۰۰۰ کال کي په نړيوالو طبيعي ميراثونو کي شامل سو.
ډاډمن ځاي ته د هغوی انتقال
له دغه کنگرو سره، د وحشي حيواناتو د ژغورني سازمان له خوا مرستې کيږي. په خاص ډول کم کوچني حيوانات کيدای سي وروسته له خپلو والدينو سره يو ځای سي. له همدې کبله د دغه سازمان غړي له ټولو مرستندويانو څخه هيله کوي چي د ټپي سوو حيواناتو ځايونه پيدا کړي.
زخمي سوې موش خُرما
راځړيدلې غوږونه او سوځيدلي پوستکي. دغه موش خرما هم له اورلگيدني څخه زيانمنه سوې ده. هغه د داوطلبه مرسته کوونکو له خوا په Blue Mountains کي ژغورل سوې. لکه نور کوچني حيوانات دغه موش خرماوي هم په ځانگړي ډول له اورلگيدني څخه سختي ځوريدلي دي.
د غمجن فعاليت امر
د آستراليا د دفاع وزارت کارکوونکي، د دغه هيواد په دريم لوی ټاپو کي د آيسلند په کنگرو پسي گرځي. د سيلانيانو د خوښي وړ ملي پارک کي اورلگيدني تر اوسه څه د پاسه ۲۱۰ زره هکتاره زراعت له منځه وړي او اوس هم د اور لمبې ددغه ځاي ساتلي طبيعت له منځه وړي.
د ژغورني قفسونه
که څه هم دغه قفسونه بل ډول ښکاري خو د آيسلند دغه کنگرو ژغورل سوي دي. مخکي له اورلگيدني د هغوی شاوخوا ۵۰ زره ډولونه په دغه ټاپو کي اوسيدل. د نوو اټکلونو له مخي، د هغوی نيمايي برخه يي له اورونو څخه نه ده ژغورل سوې. خو د ژغورل سوو حيوناتو په مخکي هم ستونزې پرتې دي، د هغوی ايکوسيستم له منځه تللي.
د ژوندي پاته سوو حيواناتو له پاره تياره راتلونکي
د جنورۍ د ۱۲مي ستلايتي انځورونه په نيو ساوت واليز کي د ايدين جنوب ښيي. په دې ترڅ کي څه د پاسه لس ميليونه هکتاره مځکه له منځه تللې. د چاپيريال ساتني د کارپوهانو داټکل له مخي، لږ تر لږه يو ميليارد حيوانات تر اوسه پوري د اور د لمبو له امله له منځه تللي. هغوی چي ژوندي پاته دي نو له سخت حالت سره مخامخ دي.
د وژل کيدو په لست کي
دغه حيوانات بيا د اور لگيدني له گواښ سره نه دي مخامخ، خو سربيره پر دې بايد خپل ژوند له لاسه ورکړي. د آستراليا حکومت د په زرو اوښانو د وژلو پريکړه کړې. د دې کار دليل سخته وچکالي بولي. دا ځکه چي د اوښانو سترې گلې، د کلو د اصلي اوسيدونکو ژوند له گواښ سره مخامخ کړی دی. هغوی د څښاک اوبه ککړوي او د اوبو کمي ذخيري هم له منځه وړي.