په اروپا کې د پراخو مظاهرو پلان
۱۳۹۱ آبان ۲۴, چهارشنبهاعلان
په پلان کې ده چې نن (چهارشنبه) په څو اروپايي هیوادونو کې د سپما د پلانونو پر ضد همغږي اعتصابونه وشي. په هسپانیې او پرتګال کې به ښوونځي تړلي وي او عامه ترانسپورت به کار نه کوي. په یونان او ایټالیا کې هم د اتحادیو د سپما د پلانونو پر ضد د همغږو اعتصابونو غوښتنه کړې ده.