په اروپا کې د فارس خليج هېوادونو په پانګه عربي ښارونه جوړيږي
د فارس خلیج د حوزې شتمنو عربي هيوادونو په بوسنيا هرزيګوينا کې د ۱۶۰ کورونو يو ښارګوټې جوړ کړی. په پام کې ده چې د دوو زرو په حدودو کې د ګوټيو يو بل ښارګوټې هم د عربانو په پانګونې په بوسنيا کې جوړ شي.
د رپوټونو په حواله د فارس خلیج د حوزې شتمنو عربي هيوادونو په بوسنيا هرزيګوينا کې د ۱۶۰ کورونو يو ښارګوټې جوړ کړی.
برېتانوۍ ورځپاڼې «ډيلي ميل» په خپل رپوټ کې ويلي چې د دغه ښارګوټي رسمي ژبه عربي ده او سيمه ايز خلک ورته يوازې د «خدمه او کارکونکو» په توګه د داخليدو اجازه لري.
په دې رپوټ کې ويل شوي چې همدا کار د ځايي اوسیدونکو د قهر او خفګان باعث شوی.
دا کورونه د کويتي پانګه والو له خوا جوړ شوي او بيه یې شا او خوا ۱۵۰ زره يورو ده.
دا کورونه پلازمينې سارايوو ته نزدې جوړ شوي دي.
خو په بوسنيا کې د کورونو د جوړولو په برخه کې پانګه اچونه يوازې تر کويټي پانګوالو محدوده نه ده. په پام کې ده چې د فارس خليج د حوزې نور پانګه اچوونکي هم د بوسنيايي چارواکو سره د يوه توریستي ښار د جوړولو تړون چې د دوو زرو په شا او خوا کې ګوټۍ او همدا راز هوټلونه او د اوسيدانې کورونه به ولري، لاس ليک کړی.
انتظار کيږي چې د داسې يوه ښارګوټي رامنځته کول به د ۴ميليارډو يورو بودجې ته اړتيا ولري.
دا د بوسنيا هغه ښکلې سيمه ده چې د عربي هيوادونو په سرمايه ګزارۍ به پکښې نوی ښارګوټې آباد شي.
په بوسنيا کې د سيل د ځايونو او کور جوړنې په برخه کې د عربي پانګه والو د پانګه اچونې ليواليتا زياته شوې ده.
په دې وروستيو کالو کې بوسنيا ته د فارس خليج د حوزې د عربي هيوادونو څخه د راتلونکو سيالانيانو شمير ډير لوړ شوی دی.
په بوسنيا کې د فارس خليج عربي پانګه والو په پانګه اچونه د ښار د جوړيدو يوه منظره