په ارزگان کې چاودنې پنځه تنه پولیس ووژل
۱۳۹۰ بهمن ۲۲, شنبهاعلان
یو افغان چارواکي د شنبې په ورځ ویلي چې د ارزگان په ولایت کې د سرک د غاړه ماین پنځه تنه پولیس وژلي دي. د نوموړې چارواکي په وینا دغه پیښه د ارزگان ولایت په مرکز ترینکوټ کې هغه وخت رامنځته شوې کله چې د پولیسو یو موټر د گزمۍ پر وخت د سرک د غاړې د ماین ښکار شو. دغه پیښه د جمعې په شپه ناوخته رامنځ ته شوې.