1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاردن

په اردن کې د ناټو نوی دفتر څومره «خطرناک» دی؟

۱۴۰۳ تیر ۲۷, چهارشنبه

ناټو به د منځني ختیځ خپل لومړی ارتباطي دفتر په اردن کې پرانيزي. د سيمې ځيني اوسيدونکو دا کار د اردن د «خيانت» په توګه تعريف کړی. نور په دې آند دي چې ناټو به نو اوس د غزې په کړکيچ کې مداخلې ته اماده وي. اصلي کيسه څه ده؟

https://p.dw.com/p/4iQAZ
د ناتو عمومي منشي ينس ستولتنبیرګ د اردن له پاچا سره
داسې انګيرل کيږي چې ناټو به ډېر ژر په عمان کې خپل يو ارتباطي دفتر پرانيزيانځور: NATO

د ناټو له خوا تېره اوونۍ په واشنګټن کې د دغه سازمان د سرمشريزې په ترڅ کې ويل شوي چې اردن به یې په منځني ختیځ کې د لومړي ارتباطي دفتر کوربه وي.

لومړۍ قهرجنې تبصرې د دې اعلان سملاسي وروسته پېل شوې.

ناټو په مطبوعاتي اعلاميه کې ويلي ول: «په عمان کې د ناټو د ارتباطي دفتر پرانيسل د ناټو او اردن ترمنځ د تلپاتو اړيکو يو طبيعي انعکاس دی.» په دې اعلاميه کې «اردن د سيمې او په نړۍ کې د ثبات د لارښود څراغ په توګه» پيژندل شوی دی.

خو نور بيا دې پرېکړې ته د دومره مثبتې رڼا په توګه نه ګوري.

الجزاير ميشت د ټولنیزو رسنيو يوه کاروونکي پر فيسبوک د ناټو د دفتر پرانيستل کیدو د خبر لاندې ليکلي ول: «خيانت د دوی په رګونو کې ځغلي. څرنګه به هغو ته چې په هر ځای کې یې ستاسې ورونه وژلي دي، د لاس ورکول تشريح کړئ؟»

د الجزاير څخه يوه بل کاروونکي بيا زياته کړې: «اردن بې له يوې مرمۍ فېر کیدو پلورل شوی دی.»

له تونس څخه يوه تبصره کوونکي ليکلي: «د اردن آزاد وګړي چېرته دي؟ آیا هغوی ورسره موافق دي.»

د ناټو د دفتر د پرانيستلو نظر د توطيو د يو شمير نظريو د رامنځته کيدو باعث هم ګرځيدلی دی. ځيني ګمان کوي چې د شمالي اتلانتيک تړون يا ناټو سازمان بايد نو اوس غوښتي وي چې د اسرائيل په استازيتوب د غزې يا لبنان په کړکيچونو کې په فعاله توګه دخيله شي.

دا په دې تېرو څو میاشتو کې لومړی ځل نه دی چې اردن د دې ډول نیوکو سره مخامخ شوی دی. په اپريل میاشت کې تر هغه وروسته چې ايران پر اسرائيل بې پېلوټه الوتکې او توغندي وتوغول، اردن د دې بريد په مخنيوي کې د پام وړ نقش ولوبوه. 

اردن هغه وخت ويلي ول چې يوازې له خپل هوايي حريم ساتنه یې کړې، خو ډېرو اردني وګړو دې ته د يوې ستونزې په توګه وکتله. په دغه هېواد کې له پنځو څخه یې يو کس، د اردن د ملکې په ګډون، فلسطيني رېښې لري او د يوه خپلواک دولت د فلسطينيانو هيله د ډېرو د زړه خبره ده.

خو په اصل کې اردن چېرې چې سیاسي انتقاد کوونکي تر فشار لاندي دي، له اسرائيل سره پر امنيت متمرکزې نږدې اړيکي لري چې په اړه یې په اردن کې دننه ډېر په ندرت سره خبره کيږي.

دغه هېواد له ناټو او امريکا متحده ايالاتو سره هم له څو لسیزې راهېسې د بېلا بېلو دفاعي او پوځي فعاليتونه په برخه کې ګډ کار کوي.

ناټو په دې اړه چې په اردن کې به دفتر کله پرانيستل شي، د دويچه ويله پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو دا ښايي ډېر لېرې نه وي.

د ناټو غير محبوب سازمان

کارپوهانو دويچه ويله ته وويل چې غزې ته پر نږدوالي پرته هم په اردن کې د ناټو نوی ارتباطي دفتر له دغه کړکيچ سره هيڅ اړيکه نه لري.

جوناتن پانيکوف، چې «اتلانتیک کونسل» د څيړنیز مرکز د منځني ختیځ د پروګرام د « Scowcroft Middle East Security » په نوم نوښت مشر دی، دويچه ويله ته وويل: «د ناټو دا پريکړه په سيمه کې د دښمنيو پراخيدو ته غبرګون نه وو، لکه د اسرائيل او حماس ترمنځ او مطمناً په لبنان کې د حزب الله، د حوثيانو، ايران او داسې نورو له خوا، بلکې ډېره ترمخه پلان شوې پريکړه وه.»

په عمان کې د ناټو د دفتر په اړه د ۲۰۲۳م کال په جون مياشت خبرې اترې شوې وې يعني د اکتوبر پر ۷ نيټه پر اسرائيل باندې د حماس تر بريدونو او په غزه کې د اسرائيل د پوځي عملياتو ترمخه.

آرشيف انځور: په عمان کې د غزې د جګړې پر ضد مظاهره
د ناټو د دفتر د پرانيستلو نظر د توطيو د يو شمير نظريو د رامنځته کيدو باعث هم ګرځيدلی دی.انځور: Laith Al-jnaidi/Anadolu/picture alliance

په برلين کي د نړيوالو او امنيتي چارو انستيتويت د افريقا او منځني ختیځ د برخې کارکوونکې ایزابېلا وارنفيلز په حواله، د غزې کړکېچ ممکن د دفتر د پلان کولو چارې چټکې کړي وي. نوموړې زياتوي: «خو زه فکر نه کوم چې ناټو دې د منځني ختیځ شخړې ته د نږدې کیدو اشتها ولري.»

پر دې سربیره نوی ارتباطي دفتر په منځني ختیځ کې د ناټو د پښې ټینګولو لومړۍ هڅه نه ده. دغه سازمان په سيمه کې ډېر پراخ مشارکتونه لري. 

د عمان دفتر د پام وړ او هم سمبوليک دی

خو پر دې هر څه سربیره په عمان کې د ناټو دا ارتباطي دفتر په اصل کې څومره ستره معامله ده؟

د نړيوالې سولې له پاره د کارنيج موسسې (Carnegie Endowment for International Peace) يو معتبر غړی اچ. ای. هېلر، وايي چې د ناټو له نقطه نظره دا کيدای شي يو ډېر د پام وړ ګام وي.

نوموړي وويل: «دا ښيي چې ناټو دې ته پاملرنه کوي چې نړۍ بدله شوې ده او دغه سازمان په منځني ختیځ کې له شريکانو سره ښکيلتيا ښوولو ته ژمن دی. او سيمې ته د روسیې لاس رسي په نظر کې نيولو سره هم دا کار معنا ورکوي.»

هاېلر، وويل: «ارتباطي دفتر به بل ډول جوړښتونه په حرکت راولي او په دې معنا دی چې اردن به د ګډو ګټو په يو شمير ساحو کې لا ډېر مستقیم مشارکت ولري لکه د کړکيچ د مديريت، سايبري امنيت، د اقليم بدلون او داسې نور.»

وارنفيلز، چې د هغو خپلواک کارپوهانو د ډلې برخه وه چې ناټو ته یې د سيمې په اړه مشورې ورکولې، وايي: «په کويت کې ناټو د «استانبول د همکارۍ نوښت» سيمه ایز مرکز لا تر مخه د سيمې هېوادونه سره متحد کړي دي. اردن په عربي نړۍ کې يوه کافي بې پرې سيمه ده. نو زما په فکر اوس پوښتنه دا ده چې دا [د عمان دفتر] به د وخت په تېريدو سره څومره ستر نقش ولوبولی شي؟ او د سيمه ایزې نقش لرونکو په ځانګړي توګه له شمالي افريقا سره به څومره ډېر کار وکولای شي؟»

وارنفيلز، دې خبرې ته هم متوجې شوې ده چې حتی هغه هېوادونه چې نه غواړي د ناټو د دوستانو په توګه ورته وکتل شي، هم په يو نه يو شکل دې ائتلاف ته ليوال دي.

نوموړې له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل: «د سيمې خلک په عمومي توګه ناټو نه خوښوي ځکه هغوی ورته د ماضي له مداخلو سره ارتباط ورکوي. خو په عين وخت کې، زما په آند [په دغو هېوادونو کې] ممتاز قشر ځيني شيانو لکه د خپلو پوځونو لا مسلکي کیدو ته ليوال دي.»

د می میاشتې د کارپوهانو په يوه رپوټ کې راغلي ول چې د منځني ختیځ يو هېواد هم د ناټو مستقيمه مداخله نه خوښوي، خو په رپوټ کې دا هم ويل شوي دي چې ناټو کولی شي په سيمه کې د سمندري امنيت او د وسلو د کنترول په برخه کې د ملاتړ او د نورو بحرانونو په برخه کې د مرستې له لارې خپلو مشارکتونو ته وده ورکړي. 

د پانيکوف، په آند پر اردن باندې د خلکو له خوا پر انتقادونو سربیره هم د هېواد د بې ثباته کيدو کوم خطر نه سترګو کیږي.

ب. ص/ ن. ز (Cathrin Schaer)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب