1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ارجنټاین کي سخته گرمي په سخت یخ باندي اوښتی

۱۴۰۱ بهمن ۳۰, یکشنبه

په ارجنټاین کي د فقط پنځو ورځو په فاصله کي د ریکارد حد ته رسیدلې سخته گرمي په سخت یخ باندي اوښتې.

https://p.dw.com/p/4Nhq1
Buenos Aires Besonders während der Hitzewelle schlägt Wasserverschwendung ins Gewicht
انځور: picture-alliance / landov

لکه څنگه چي د هواپيژندني ملي ادارې خبر ورکړی، په پایتخت بوینس آیرس کي تیره یکشنبه لا حرارت مثبت ۳۸،۱ درجې ته لوړ سوی ؤ او په پنجشنبه بیا منفي ۷،۹ درجې ته راکښته، کوم چي د ۱۹۵۱ م کال راهیسي په فبرورۍ میاشت کي ترټولو کښته درجه وه. 
د هواپیژندوکو په حواله د هوا دغه گډوډ حالت د لا نینا د هوا په پدیدې پوري مربوط دی. د هواپیژندوکي، کریستیان گاراواگالیا په نظر د یخ دغه څپه په انترکتیکا کي د هوا اوسني حالت رامنځته کړی، کومه چي د چیلي څخه یې د آدن او ارجنټاین پرخوا وروړي. په خبره یې څنگه چي ددغي پدیدې په سبب مځکه او هوا وچه سوې ده، نو د هوا دغه سخت تغيیر او تبدیل ته هم ژر زمینه برابروي. 
زموږ د آرشیف څخه یو تصویري البوم: