1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اختر کې به په سعودي عربستان کې پر ګرځیدو بندیز وي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبه

په سعودي عربستان کې د اختر په ورځو شپو کې پر ګرځیدو باندې د بندیز لګولو پریکړه شوې ده. دغه خبر د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ورکړی چې موخه یې د کرونا ویروس د وبا مخنیوی دی.

https://p.dw.com/p/3c9pw
Frauen beim Einkauf in Riad
انځور: picture alliance/JOKER/K. Eglau

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه سلطنت، چې د خلیجي هیوادونو په منځ کې پکښې د کرونا ویروس مثبتې پيښې زیاتي دي، په دې هڅه کې دی چې د دغه مرګوني ویروس د خپریدو کچه راټیټه کړي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې د دغه هیواد د دولتي خبري آژانس له لوري خپره شوې راغلي دي چې د می میاشتې له ۲۳ څخه تر ۲۷مې نېټې پورې به بشپړ بندیز له سره نافذ شي. له دغو نیټو سره د کوچني اختر ورځې او شپې برابري دي.

د سعودي عربستان په زیاترو برخو کې د کرونا ویروس تر خپریدو وروسته پر ګرځیدو بشپړ بندیز ولګید، خو تیره میاشت حکومت د سهار له نهو بجو څخه د ماښام تر پنځو بجو پورې په دغه بندیز کې یو څه نرمښت راووست .

د مکې او ځینې نورو سترو ښارونو پرته په نورو سیمو کې د سترو پلورنځایونو او دوکانونو د بیرته پرانیستلو اجازه ورکړل شوې ده. خو په مکه کې پر سخت ګرځبندیز سربیره هم د کرونا د تائیدو شوو پيښو شمیر زیات شوی دی.

د سعودي عربستان د روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې د کرونا ویروس له کبله په دغه هیواد کې د مړو شوو کسانو شمیر ۲۶۴ کسانو ته رسیدلی او په دغه ویروس د اخته کسان شمیر ۴۲۹۲۵ ښوول شوی دی. زیاته شوې ده چې ۱۵۲۵۷ کسان بیرته له ناروغۍ رغیدلي دي.
په مارچ میاشتې کې سعودي عربستان د کرونا ویروس د خپریدو د اندیښنې له کبله په موقتي ډول د عمرې په ترسره کولو بندیز ولګاوه.
په پام کې ده چې د سعودي عربستان چارواکي سږ کال د حج د ادا کیدو په هکله هم پریکړه اعلان کړي. تیر کال شا او خوا ۲،۵ میلیونه مسلمانانو د حج په مراسمو کې د ګډون له پاره سعودي عربستان ته سفر کړی وو.
سعودي عربستان چې د نړۍ په کچه ستر اقتصادي قوت دی سینماګانې او رستورانونه هم تړلي او پروازونه یې هم بند کړي دي، څو د کرونا ویروس د خپریدو مخه ونیول شي.

پاچا سلمان په راتلونکې کې د کرونا ویروس پر ضد د «لا سختې» مبارزې څخه خبرداری ورکړی، چې دغه سلطنت د ویروس له کبله د ښارونو د تړلو او په بې ساري توګه د تیلو د بیو د راکمیدو له کبله ضربه لیدلې.

Saudi-Arabien Mekka | Coronavirus | Große Moschee, leer
د ۲۰۲۰ م کال په مارچ میاشت کې سعودي عربستان پر عمرې هم بندیز ولګاوهانځور: Getty Images/AFP/A. Ghani Bashir