په آلمان کې ۲۰،۸ میليونه انسانان د کډوالۍ شاليد لري
۱۳۹۸ مرداد ۳۰, چهارشنبهد چهار شنبې (د ۲۰۱۹ م کال د اگست ۲۱ نیټه) په ورځ په خپره کړل شوې احصايه کې ويل شوي چې د آلمان د ۸۲ ميليونه نفوس څخه یې څه نه څه يو په څلورمه برخه د کډوالۍ شاليد لري.
د آلمان د احصايې ادارې له خوا ويل شوي چې په ۲۰۱۸م کال کې ۲۰،۸ ميليونه انسانانو په اصطلاح د «کډوالۍ شاليد» لاره. دا هغه کسان دي چې خپله کډوال دی او يا یې مور او يا پلار د آلمان د يوه تبعه په توگه نه دي زيږيدلي. ويل شوي چې دا د ۲۰۱۷م کال په پرتله د نيم ميليونو انسانانو يا ۲،۵ فيصدو زياتوالی ښيي.
په ۲۰۱۸م کال کې ۵۲ فيصده د کډوالۍ شاليد لرونکو کسانو آلماني تابيعت لاره او پاته یې يعني ۴۸ سلنو یې خارجی پاسپورت درلوده. له ۱۰،۹ ميليونه د کډوالۍ شاليد درلودونکو څخه نيمايي یې تر زيږيدنې سملاسي وروسته آلمانی تابيعت ترلاسه کړی دی.
د دغه کسانو (۴۸ فيصده) د کورنۍ ، کار (۱۹ سلنه) او زده کړو (۵ سلنه) په موخه کډوال شوي ول. د هغو اکثريت چې د کورنۍ سره د يوځای کيدو او يا کار په موخه دلته راغلي، د اروپايي هېوادونو څخه دي.
يوازې ۱۵ سلنه کډوال چې نيمايي یې د منځني ختیځ دي، د پناه غوښتونکو مهاجرو په توگه آلمان ته راغلي دي.
BS/NZ (Chase Winter)
زموږ له آرشيف څخه: