په آلمان کې په لومړي ځل یو ډنمارکی د ښاروال په توګه ټاکل شوی
۱۳۹۸ خرداد ۲۷, دوشنبهد یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جون میاشتې په ۱۶مه نیټه) د ډنمارک هیواد تبعه کلاوس روهه مادسن د آلمان په شمال کې پروت د روستاک د ښاروالۍ د ټاکنو په دویم پړاو کې بری خپل کړ او په دې توګه لومړنۍ بهرنی وګړی دی چې په آلمان کې د ښاروال په توګه دنده ترسره کوي.
په دې ټاکنو کې مادسن چې خپلواک نوماند وو، د ۵۷ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره یې وکولی شول چې د کیڼ اړخو د ګوند شتیفن بوکهان ته چې یوازې ۴۳ سلنه رایې یې ترلاسه کړې وې، ماته ورکړي.
په دې ټاکنو کې د نوموړي ۴۶ کلن ډنمارکي نوماند ملاتړ د صدراعظمې انګلامیرکل مسیحي دیموکرات او آزاد دیموکراتات گوندونو وکړ. یادو دواړو ګوندونو د روستوک د ښاروالۍ د بست له پاره خپل کوم نوماند نه وو معرفي کړی.
مادسن د ټاکنو دويم پړاو ته تر رسېدو وړاندې د ښاروال د دندې له پاره اوو نورو نوماندانو ته ماتې ورکړې وه. د دې ښار د ښاروالۍ بست وروسته له هغې خالي پاتې وو، کله چې پخوانی ښاروال رولاند میتلینګ تقاعد ته سوق کړل شو.
مادسن چې په اصل کې د ډنمارک د کوپنهاګن ښار اوسیدونکی دی، د ۱۹۹۲م کال راهیسې په آلمان کې ژوند کوي او په آلمان کې تر ژوند کولو اوه کاله وروسته د آلمان په شمالي روستاک ښار کې میشت شو.
مخکې له دې چې مادسن د روستاک د ښاروال دندې ته خپله علاقه څرګنده کړي، نوموړي تر دې وړاندې د شپږو کلونو له پاره د روستاک ښار د سوداګرۍ او صنایعو د خوني د مشره په توګه دنده ترسره کړې او په عین حال کې یې د موبل او فرنیچرو خپلې پنځه هټۍ هم پرمخ بیولې. ټاکل شوې چې اوس به د هغه میرمن د دوی کاروبار پرمخ یوسي.
روستاک د آلمان په شمال کې پروت ښار دی چې د آلمان د ستر ښار هامبورګ په ۱۷۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري. دغه ښار ۲۱۰ زره نفوس لري.
KH/BS (dpa, AFP)