1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې پر کډوالو بريدونه ډېر شوي

۱۴۰۲ آبان ۲۳, سه‌شنبه

د آلمان پوليسو پر کډوالو د ۲۰۲۲م کال په پرتله سږ کال ډېر بريدونه ثبت کړي دي. ويل شوي چې پر مهاجرو او پناه غوښتونکو او همدا راز یې پر سرپناو بريدونه ډېر شوي دي.

https://p.dw.com/p/4Ym1Y
آلمان کې د کډوالو د ثبت مرکز
آلمان کې د کډوالو د ثبت مرکزانځور: CHRISTOF STACHE/AFP

دا معلومات د آلمان حکومت د پارلمان د کيڼ اړخو د جناح د يوې اړوندې پوښتنې په ځواب کې شريک کړي دي. په دې ترڅ کې زياته شوې چې د روان ميلادي کال په لومړيو نهو مياشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دا ډول ډېرې پېښې ثبت شوي دي.

د معلوماتو په حواله د روان ۲۰۲۳م کال په دريو ربع کې پر کډوالو او پناه غوښتونکو او د هغوی پر سرپناو ۱۵۱۵ بريدونه شوي دي، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۲م کال په همدې موده کې د دې ډول بريدونو شمير ۱۳۷۱ وو.

د هغه احصايې پر اساس چې د آلمان خبري آژانس «ډي پي ای» ته رسېدلي، هغه بريدونه چې په ترڅ کې یې د مهاجرو يوه سرپناه د سياسي انګیزه لرونکي بريد هدف ګرځيدلي وي، د روان کال په دريمه ربع کې ۳۰ برابره ډير ول.

له دې بريدونه څخه یې درې په اصطلاح د زور زياتي پېښې يا سنګين جرمونه ول. پر سرپناو ډېر بريدونه، يعني ۲۳ جرمونه پولیسو په ښی اړخو پورې تړلي دي.

د پوليسو په وينا د سياسي انګیزه لرونکو هغو ۴۱۷ بريدونو څخه یې چې په دې موده کې د سرپناو دباندې په نورو ساحو کې پر پناه غوښتنونکو او مهاجرو شوي دي، هم ښی اړه انګیزه لرونکي جرمونه دي.

د پوليسو په حواله له دې بریدونو څخه یې ۱۹ د «خارجي ايديالوژۍ» پديدې ساحه کې راځي لکه د مثال په توګه پر کردانو او يا پي کې کې ګوند سره پر تړاو لرونکو. همدا راز پر پناه غوښتونکو او مهاجرو له بريدونو څخه دوو یې کيڼ اړخه انګیزه درلودله.

د يو شمير قضيو شاليد روښانه نه دی. په ټولیزه توګه ۵۵ قضيو کې بيا د زور ښکاره کولو مهم نقش درلود.

د آلمان پارلمان د کيڼ اړخو استازې کلاره بيونګر، وويل: «په آلمان کې واقعاً پر راکډه شويو بريدونه کيږي، سپکاوې یې کیږي او دښمني ورسره پالل کیږي.»

نوموړې وويل چې فدرالي حکومت او ایالتونه بايد ژر تر ژره د کډوالو د ساتنې طرحې رامنځته او عملي کړي. د بيونګر په نظر په دې وروستیو کې د کډوالو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتوالي علت د پناه غوښتنې په تړاو د حکومت تازه بحثونه دي.

د نوموړې په آند دا څه «پر سړکونو د توکمپالنې انګیزه لرونکو تحرکاتو او د کډوالو پر وړاندې تاوتريخوالي ته زمينه برابروي.«

ب. ص/ ن. ز (dpa)

زموږ له آرشيف څخه: