په آلمان کې د پاتې کيدو لوی چانس؟
۱۳۸۵ آذر ۶, دوشنبههغه مهاجرې کورنۍ چې له شپږوکلونوراهيسې په آلمان کې د اقامت له ډاډه حق پرته ژوندکوي، په آلمانۍ ټولنې کې ادغام شوي، کارکوي او د خپل ژوندلگښت خپله پوره کوي، په آلمان کې د دوو کلونولپاره د پاتې کيدوحق ترلاسه کوي.
مجردووگړوبايد د يادشويوشرايطوترڅنگ لږترلږه له اتوکلونو راهيسې په آلمان کې ژوندکړی وي. د دغوشرايطوله ډلې نه ترټولومهم شرط د کاردرلودل او د هغه له لارې د خپل ژوندلگښت خپله لاس ته راوړل دي. د آلمان د بايرن د ايالت د کورنيو چارووزير گونټر » بيک شټاين « وويل: » صرف هغه څوک د اقامت حق ترلاسه کولای شي چې د خپل ځان غم خوړلای شي، د خپل کارله لارې د خپل ژوندلگښت پوره کولای شي. هغه څوک چې کار نه لري اودولتي مرستوته اړدی، په دغې قاعدې کې نه راځي. «
مونږ له دغې قاعدې سره هيڅ موافق نه يو
د آلمانۍ ټولنې ) پرو ازول ( يعنې د پناه غوښتونکوپلويان د حقوقي څانگې له وياندې مارای » پيلڅر « نه مي تپوس وکړچې، په آلمان کې د پاتې کيدو د حق د ترلاسه کولولپاره ترټولومهم شرط دادی چې، زغمل شوي پناه غوښتونکي کارولري او د خپل کار له لاري د خپل ژوندلگښت پخپله پوره کړي. آيا په دغې روغې کې اقتصادي گټې تر بشري دلايلو لاډيرارزښت لري؟
ځواب: » هو. مگرممکن چې اقتصادي گټې دومره مهمې نه وي لکه د کورنيوچارو د وزيرانوگټې، چې غواړي هغه خلک له آلمان نه وباسي، کوم چې له کلونوکلونوراهيسې دلته ژوندکوي. مونږ له دغې قاعدې سره ... هيڅ موافق نه يو. «