1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په آلمان کې د ماسکونو د اجباري کیدو لړۍ مخ پر پراخیدو ده

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲, سه‌شنبه

په آلمان کې بایرن دریم ایالت دی چې غواړي په عامه ځایونو کې د ماسکونو استفاده اجباري کړي. کرونا ویروس په آلمان کې د نورو ایالتونو په پرتله بایرن سخت ځپلی دی چې له امله یې اوس دغه ایالت غواړي دا ګام پورته کړي.

https://p.dw.com/p/3bD37
Sitzung des bayerischen Landtags - Markus Söder
انځور: picture-alliance/dpa/P. Kneffel

د یوې اونۍ په ترڅ کې د آلمان بایرن ایالت چې د کرونا ویروس له کبله سخت ځپل شوی دی، دریم ایالت دی چې غواړي په عامه ځایونو کې د ماسکونو استفاده اجباري کړي. د دغه ایالت حکومت غواړي چې سر له راتلونکې اونۍ هغه کسان چې د ټکسیانو په شمول له عامه ترانسپورت څخه استفاده کوي او یا بازار ته د توکو د رانیولو له پاره ځي، اړ دي چې له ماسکونو څخه استفاده وکړي.

د بایرن ایالت لومړي وزیر مارکوس زودر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې غاړې دسمالونه او یا په لاس جوړ شوي ماسکونه هم د طبي ماسکونو په ځای استفاده کیدلی شي. د نوموړي په خبره دا ځکه چې طبي ماسکونه د روغتیايي کارکوونکو له پاره ساتل شوي دي.

په آلمان کې د نورو ایالتونو په پرتله، په بایرن کې د کرونا ډیرې مثبې پیښې ثبت شوي دي. د معلوماتو له مخې په دغه ایالت کې د کرونا له ۳۸ زره څخه ډیرې مثبتې پیښې ثبت او تر اوسه پورې دغې ساري وبا یوازې په همدې ایالت کې ۱۲۸۰ کسان وژلي دي.

د بایرن ایالت لومړي وزیر زودر، همدا راز ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به د هټیو بندیدل به په تدریجي شکل نرم شي او زیاتوي چې د فزیکي تماس اوسني شته شرایط به د راتلونکې مې میاشتې تر ۴مې نیټې پورې په خپل ځای پاتې وي. د بایرن ایالت لومړي وزیر زیاته کړې چې صبر ژوندونه ژغوري او بې صبري بیرته دغه ژوندونه له ګواښ سره مخامخ کولی شي.

Deutschland Stadt Dresden verteilt kostenlose Masken
انځور: Reuters/M. Rietschel

په آلمان کې د ماسکونو د اجباري کیدو بهیر

په داسې حال کې چې په آلمان کې په ملي کچه په عامه ځایونو کې د ماسکونو د استفادې اجباري کیدل نه دي عام شوي او په داسې حال کې چې د ماسکونو له استفادې ملاتړ کم دی، د آلمان یو شمیر ښارونو او ایالتونو په داسې یوه اقدام لاس پورې کړې چې د ماسکونو استفاده عامه کړي. تر دې وړاندې د آلمان زاکسن او میکلنبورګ ایالتونو په عامه ځایونو کې د ماسکونو استفاده اجباري کړې وه.

د آلمان په شرقي زاکسن ایالت او د دې ایالت د مرکز ډریسډن ښار اوسیدونکي د دوشنبې له ورځې راهیسې په هټیو کې د سودا اخیستلو او د عامه ترانسپورت څخه د استفادې پرمهال ماسکونه استفاده کوي. په شمالي میکلنبورګ ایالت کې بیا ځايي حکومت غواړي چې له راتلونکې دوشنبې ورځې وروسته دغه راز یو اقدام عملي کړي.

د نفوس له کبله د آلمان تر ټولو ستر ایالت یعنې نارد راین ویستفالن او د دې ایالت مونسټر ښار غواړي چې د راتلونکې دوشنبې ورځې څخه په عامه ځایونو، په بسونو، هټیو، بازارونو او په حکومتي ودانیو کې د ماسکونو استفده اجباري کړي.

دغه اقدامات داسې مهال عملي کیږي چې آلمان د ښارونو تر څو اونیو تړلو وروسته، غواړي په تدریجي توګه یو شمیر ځایونه بیرته پرانیستل شي چې له کبله یې په ښارونو او بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه مخ پر ډیریدو ده. د نورد راین ویستفالن ایالت یوې ویاندې ویلي چې هغه کسان چې له دغه راز لارښونو سرغړونه وکړي هغوی به له هټیو او بسونو څخه وایستل شي خو زیاتوي چې په دې برخه کې د جریمې وضع کول په پلان کې نه دي.

یو افغان د کرونا ویروس د مخنیوي له پاره وړیا ماسکونه ویشي