1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د افغانانو د منلو پروګرام کې د بدلون غوښتنه

هيلۍ اسد
۱۴۰۲ فروردین ۲۹, سه‌شنبه

د کډوالو د ملاتړ سازمان "پرو ازول" د جرمني له حکومته غوښتي دي چې د افغانانو د منلو پروګرام بدل کړي. د دغه سازمان په وینا تر اوسه د دغه پروګرام له لارې هیڅ شخص آلمان ته نه دی لیږدول شوی.

https://p.dw.com/p/4QEF9
 US-Überprüfung des Rückzugs aus Afghanistan
انځور: Victor Mancilla/U.S. Marine Corps via AP/AP/picture alliance

د کډوالو د ملاتړ سازمان (پرو ازول) د دوشنبې په ورځ د آلمان له حکومت څخه وغوښتل چې د دې له پاره باید یو حکومتي دفتر یا لږ تر لږه یو دفتر د حکومت په مالي مرسته جوړ کړي چې د دې پروګرام له پاره وړ کسان راجستر کړي.

د آلمان حکومت د منلو پروګرام له لارې، چې د تیر کال په اکتوبر میاشت کې اعلان شو، هره میاشت تر ۱۰۰۰ پورې افغانان چې په خطر کي دي له خپلو کورنیو سره آلمان ته راتلی شي.

په دې برنامه کې، غوښتونکي پخپله نه شي کولی مستقیم غوښتنه وکړي، بلکې د غوښتنلیک پروسه د ټاکل شويو سازمانونو له لارې پلي کیږي.

افغان مېرمنې: آلمان دې د افغانانو د رایستلو پروسه چټکه کړي

پرو ازول نیوکه کړې ده چې د دې پروګرام له لارې د داخلیدو طریقه د افغانانو له پاره د پوهیدو وړ نه ده، ځکه د هغو موسسو نومونه چې دا پروسه پرمخ وړي، نه دي خپاره شوي. یوازې یو محدود شمیر سازمانونه په دې اړه معلومات ورکوي، ځکه چې دوی د ډیرو غوښتنو ترلاسه کولو څخه ویره لري.

د پرو ازول د افغانستان د څانګې استازي ډاکټر عالمه هم د جرمني د حکومت له خوا افغانانو ته د ویزو د ورکړې پر ځنډولو نیوکه وکړه.

د جرمني حکومت ویلي دي چې په اسلام اباد او تهران کې د جرمني په سفارتونو کې افغانانو ته د ویزو ورکول به تر هغه وخته وځنډول شي چې نور تحقیقات نه وي شوي.

د آلمان جي آې زیډ موسسه په افغانستان کې د ښځو کار کولو ته دوام ورکوي

سربېره پر دې، د بشري حقونو دغه سازمان نیوکه کړې چې جرمني ته د افغانانو د داخلېدو پروګرام یوازې په افغانستان کې دننه د افغانانو له پاره دی، په داسې حال کې چې ډېر له خطر سره مخامخ افغانان ګاونډیو هيوادونو ته بې ځایه شوي دي. پرو ازول وويل، چې د جرمني حکومت له دغو افغانانو خپل ملاتړ اعلان کړى و، خو اوس دغه کسان د جرمني د حکومت د منلو په پروګرام کې د ګډون چانس نه لري.