1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

په آلمان کې دوه افغان وروڼه د خور په قتل تورن شوي دي

۱۴۰۰ دی ۷, سه‌شنبه

د برلین ښاري محکمې دوه افغان وروڼه د خپلې خور د وژنې له کبله په «ناموسي قتل» تورن کړي دي. پنځه میاشتې مخکې دغه د دوو ماشومانو مور افغانه مېرمن وژل شوې وه.

https://p.dw.com/p/44tf5
Symbolfoto Justitia
انځور: picture alliance

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د دسمبر میاشتې په ۲۷مه) د برلین ښاري محکمې دوه افغان وروڼه د خپلې خور په قتل تورن کړي دي. پلټونکې په دې باور دي چې دواړو وروڼو خپله ۳۴ کلنه خور په شدیدو محدودیتونو سره څو ځله تر فشار لاندې راوستې وه.

د پلټونکو په خبره یادو وروڼو بیا وروسته په یوه بهانه خپله خور د ملاقات له پاره را بللې وه او بیا یې وژلې وه. پلټونکو ویلي چې تر قتل وروسته د میرمنې د بدن غړي جلا شوي ول.

د پیښې پلټونکو زیاته کړې چې دغو افغان وروڼو بیا د جسد ټوټې په يوه ستر بکس کې ځای پر ځای کړي وې او له برلين څخه يې بایرن ايالت ته انتقال کړی وو او هلته یې خښ کړی وو.

د یادې پیښې په تړاو په آلماني رسنیو کې د څار د کامرو هغه فلمونه هم خپاره شوي چې پکې ښکاري چې یاد دواړه افغان وروڼه چې عمرونه یې ۲۲ او ۲۵ کلونه ښوول شوي، د برلین په زود کرویز ریلونو تمځای کې د خلکو په منځ کې ستر بکس انتقالوي. تر پیښې وروسته د روان ميلادي کال د اګست میاشتې له څلورمې نېټې راهیسې دواړه افغان وروڼو په توقیف کې دي.

د یادولو وړ ده چې دغه افغانه کورنۍ څو کلونه مخکې له افغانستان څخه آلمان ته را کډه شوې وه او په آلمان کې میشت شوي ول. د معلوماتو له مخې یادې مېرمنې دوه اولادونه لرل او له خپل افغان خاوند څخه یې طلاق اخیستی وو.

د پولیسو د اعلامیو له مخې د دواړو وروڼو له جملې یوه یې په ځانګړې توګه د خپلې خور د کنترول له پاره ډیر فشار راوړی وو. دغه افغانه ښځه د آلمان په برلین کې اوسیدله، هغه ښار چې د میرمنې دوو وروڼو هم پکې ژوند کاوه.