1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي په چړې وهل سوی پوليس مړسو

۱۴۰۳ خرداد ۱۴, دوشنبه

د جرمني په منهايم ښار کي د جمعې په ورځ د چړې په بريد کي زخمي سوي پوليس د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه. بريدگر يو افغان وو چي له ۲۰۱۴ م کال راهيسي په آلمان کي اوسيږي.

https://p.dw.com/p/4gZCD
Deutschland Trauer um ermordeten Polizisten in Mannheim
په منهایم کی د وژل سوي آلماني پولیس له پاره د درناوي مراسمانځور: Thomas Frey/dpa/picture alliance

د جرمني د باډن وورتمبيرگ ايالتي جنايي ادارې او د کارلسروهه لويي څارنوالۍ خبر ورکړی دی، چي نوموړي ۲۹ کلن پوليس د يکشنبې په ورځ د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه.

يوه ۲۵ کلن افغان د جمعې په ورځ په چړې سره په بريد، نوموړی پوليس او د PAX Europa په نوم «اسلام ضد» اولسي حرکت، پنځه غړي سخت ټپيان کړل. د نوموړي پوليس وژل کيدل په ټول هيواد کي سخته غوسه راپارولې ده. 

دغه پوليس تر ټپي کيدو وروسته عاجل جراحي عمليات او په مصنوعي کوما حالت کي وو چي د يکشنبې په ورځ مازديگر يې ساه ورکړه. د منهايم پوليسو ويلي دي: «موږ د خپل همکار د مړيني له امله سخت غمجن يو. هغه د نورو د ساتلو له پاره خپل ژوند بايلود.»

د باډن وورتمبيرګ صدراعظم وينفريد کريچمن، څرگنده کړه: «دغه خبر مي ټول وجود لړزولی دی.» کريچمن زياته کړه: دغه پيښه ښيي چي «پوليس څرنگه هره ورځ زياتره وخت د غير مترقبه خطرونو سره مخامخ کيږي. له همدې کبله زه په باډن وورتمبيرگ کي له ټولو پوليسو سره خپله غمشريکي څرگندوم. نن ورځ موږ ټول په ژور خپگان سره له تاسو سره په غم کي شريک يو.»

همدارنګه د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ، هم خپله سخته اندېښنه څرگنده کړه. شولڅ په ايکس آنلايني سرويس کي وليکل: «زه ډېر خواشينی يم چي هغه زړور پوليس چي په منهايم کي په وحشتناکه بريد  کي سخت ټپي سوی وو، ساه ورکړه.» هغه زياته کړې: «د خلکو د امنيت د ساتلو له پاره د هغه خدمت زموږ د ټولو له خوا د ډيري لوړې ستايني او درناوي وړ دي.»

د آلمان  ولسمشر فرانک والتر شتاين ماير څرگنده کړه: «نوموړي پوليس د بريد په ترڅ کي په ډيري زړه ورتيا سره عمل وکړ ترڅو د نورو خلکو ژوند وژغوري.» هغه د دغه پوليس پر مړينې باندي خپله سخته خواشيني څرگنده کړه.

Deutschland Nach dem Messerangriff in Mannheim
په منهایم کی د چړې تر برید وروسته د پولیسو حضورانځور: Thomas Frey/dpa/picture alliance

د جرمني د بهرنيو چارو وزيري انا لينا بيربوک، هم د نوموړي پوليس د خدمت درناوی وکړ او پر خپل ايکس پاڼه يې وليکل: «هغه هڅه وکړه د خلکو ژوند وژغوري او زموږ د آزادۍ او امنيت له پاره يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

د آلمان د کورنيو چارو وزيري نانسي فيزر، هم د نوموړي پوليس د مړيني له امله  خپله سخته خواشيني او غمشريکي څرگنده کړه. هغې په ايکس پاڼه کي وويل: «د پيښې مجرم بايد له سختي قانون سزا سره مخامخ سي.» هغې زیاته کړه: «د پيښې علت به وروسته څرگند سي، خو يوه خبره واضح ده چي زموږ امنيتي ځواکونه اسلامپاله صحنې تر سختي څارني لاندي لري او په وړاندي يې خپلي سختې مبارزې ته ادامه ورکوي.»

بريد کوونکی پوليسو په ډزو ويشتلی او په اول سر کي ورڅخه تحقيقات ونه سول. د چارواکو په حواله دغه کس چي په افغانستان کي زېږېدلی له ۲۰۱۴ کال راهيسي په آلمان کي اوسيږي، تر اوسه پوري پوليسو ته نه وو حاضر سوی. د کارلسروهه سيمه ايزې محکمې د وژنې په تور د دغه ۲۵ کلن ځوان د نيولو حکم صادر کړی دی.