په آلمان کي د «کساوير» توپان زور اخيستی
۱۳۹۲ آذر ۱۵, جمعهد پنجشنبې په ماښام د آلمان شمالي برخي ته دغه تند توپان رسېدلی او هلته يې تاوانونه اړولي دي. پر دغه توپان سر بيره قطبی باد را الوتی او د واوري اورېدل هم پيل سوي دي.
«کساور» په تيرو لسيزو کی يو له تندو توپانونو څخه دی چي لمن به يې د هانوفر، برلين او مونستر و ښارونو ته هم ورسيږي. ويل کيږي چي دغه توپان به يوه نيمه ورځ دوام وکړي.
د دغه توپان سرعت په ساعت کي ۱۸۵ کيلومتره ته رسيږي. د دغه توپان له کبله د «اوست فريزيشين» په جزيره کي د اوبو سطحه لوړه سوې ده او تاوانونه يې اړولي دي.
په هامبورګ کي د اوبو د سطحي لوړوالی ۶،۹ ميترو ته لوړه سوې ده. کارپوهانو د اوبو د دغه شان لوړوالي وړاند وينه کړې وه. اوس ويل کیږي چي په هامبورګ کي د اوبه ارتفاع بيرته کښته سوې ده.
د دغه توپان له کبله د آلمان په شمال کي د الوتکو پروازونه ځنډېدلي دي او د کښتيو تګ راتګ هم په ټپه درېدلی دی. تيره ورځ ډيرو خلکو هڅه کوله چي له توپان سره د مخامخ سيمو څخه خوندي ځايونه ته ولاړ سي. د آلمان په شلزويک هولشتاين ايالت کي مکتبونه هم رحصت سوي دي.
دغه توپان په لومړی سر کي پر بريتانيا باندي راغلي چي هلته دوه تنه هم ووژل. دغه توپان دغه راز د سکاندنيويا هيوادونو جنوب ته هم رسېدلی وو.
په ډنمارک کي یوه ښځه هغه مهال مړه سوه چي موټر يې په توپان کي راګر سوی وو.
په سويډن کي د کښتۍ دوه تنه عمله هغه مهال ورک سول چي د توپان په وخت کي د کښتۍ ژۍ ته تللي ول.