1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په آلمان کي د کرونا نوې بڼه موندل شوې

۱۳۹۹ دی ۳۰, سه‌شنبه

د آلمان د ګارميش پارتنکيرشن په کلينيک کي د کرونا ويروس نوې بڼه موندل شوې ده. د دغې نوې بڼي معاينه د برلين په شاريتې روغتون کي ادامه لري.

https://p.dw.com/p/3o7QY
Sars-CoV-2 Illustration
انځور: Reuters/NEXU Science Communication

د ګارميش پارتنکيرشن د کلينيک مرستيال سرطبيب، شتوک لاوزنر وويل چې د دغه ويروس اصلي منبع لا نه ده پېژندل شوې. له لومړنيو ازموينو ښکاري چې د کويد ويروس دا ډول د بريتانيا، سويلي افریقا او برازیل په بیلګو کې نه شته دی.

د نوي موندل شوي ويروس بيلګه د برلين په شاریتې کي هم تر ازمویني لاندې ده. د مرستيال سرطبيب لاوزنر په وينا دا روښانه سوې ده چي دا د کويد ويروس بله او تغير سوې بڼه ده. خو دا لا روښانه نه ده چې ايا دا له مخکي پيژندل سوو بڼو څخه بېله او جلا بڼه ده که څنګه. د جنوري تر وروستيو پورې د دغه ويروس د بشپړ پرله پسې معلوماتو انتظار کيږې. دا لا هم نه ده څرګنده چي د کرونا د ويروس دغه بڼه به د نورو په پرتله لا خطرناکه وي او که نه.

د بایرن په کلينيک کې ۵۲ ناروغان او د دوی ۲۱ کارکونکي چې SARS-CoV-2 يې درلود،  تيستونه يې شوي دي. دغه ډول ويروس په ۳۵ کسانو کي موندل شوی دی.

په ټوله نړۍ کې د کرونا پاندمي له خپريدلو سره د دغه ويروس څو نوي بڼې موندل شوي دي. په اروپا کې تر ټولو زیات د بريتانیا او سويلي افريقا بیلګي ليدل شوي. د بيلګي په توګه (ب ۱.۱ او ب ۱.۳۵۱) دي چې په اوس وخت کي په څرګند ډول يې له اصلي ويروس څخه ډير ساری دی او د پخوانۍ بڼي په پرتله په زياته چټکۍ سره له يو انسان څخه بل انسان ته انتقاليږي. په ګارميشن پارتنکيرشن کې د کلاوزنر د معلوماتو له مخې د ویروس دغه نوې بڼه د بريتانیا او سويلي افریقا سره کوم ورته والی نه لري.

د آلمان روغتيا وزير، ينز شپان د کرونا ويروس د (ډي ان آ) د پيژندلو له پاره لاره هواره کړې ده. داسي په نظر کې ده، چې ډيرې مثبتي ازمويل شوي بيلګې په پرله پسې ډول بیلې شي او وازمويل شي. د يادو ازموينو پايلي به د رابرت کوخ انستيتيوت سره شريکي کيږي.

آ./ح.ح./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: