په آلمان کي د کرونا له کبله مسجدونو ته د تاوان رسېدو اندېښنې
۱۳۹۹ فروردین ۱, جمعهپه آلمان کې د مسلمانانو مرکزي شورا وايي چې له ترکي جوماتونو پرته ښايي نور جوماتونه »له سخت مالي زيان» سره مخامخ شي. دغه خبره د مسلمانانو د شورا مشر، ايمن مازيک د جمعې په ورځ يوې آلمانۍ ورځپاڼې ته کړې ده.
دا ځکه چې جوماتونه د جمعې د لمانځه او د روژې په مياشت کې په راټولو شوو بسپنو چليږي. د هغه په خبره د ډېرو جوماتونو له پاره اوس نوي تحولات »د سقوط په معنی» دي. دا ځکه چې پرته له دغو بسپنو څخه نه د امامانو معاش او نه د جوماتونو ودانۍ تمويلېدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د روژې مياشت د اپريل پر ۲۴مه ښايي شروع شي. د مازيک په خبره »موږ اټکل کوو چې اوسنی وضعيت به تر هغه وخته پورې هم دوام وکړي.«
رسنۍ تړل شوو جوماتونو ته د بديل په توګه؟
په داسې حال کې چې نور جوماتونه له بسپنو څخه ژوند کوي، ترکي جوماتونه ډېری وخت د ترکانو د ديتيب ټولنې او د ترکيې د ديني چارو د ادارې په مرسته تمويليږي.
مازيک همداراز د آلمان د عامه خدماتو پر تلويزيوني او راډيويي رسنيو غږ وکړ چې تړل شوو جوماتونو ته دي د بديل په توګه د مسلمانانو له پاره ځانګړې خپرونې ولري. په دې موخه يې همداراز غوښتل چې له پنجشنبې ورځې راهيسې له رسنيو سره تليفوني خبرې وکړي.
د هغه په وينا د ای ار دي او دويچلندفونک آلمانۍ رسنۍ کولی شي چې وعظونه - له عربياو ترکي ژباړې سره - خپاره کړي. د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر وويل چې شورا يې کولی شي داسې يوه طرحه وړاندې او ورباندې کار وکړي. خو د دغه ډول عبادتونو د ديني اړخ په باره کې بايد د هغه په اند لا بحثونه وسي.