1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آلمان؛ د يوه مسلخ تر۶۰۰ زيات کارکوونکي په کرونا اخته شوي

۱۳۹۹ خرداد ۲۹, پنجشنبه

په آلمان کې اوس په یوه بل ستر مسلخ کې د کرونا ويروس په سونو پېښې ثبت شوي دي. د غوښو د پروسس په دغه ځای کې د کابو زرو کارکوونکو د کرونا آزموينه ترسره شوې وه چې د دوه پر دريمه برخه کارګرو نتيجه یې مثبته وه.

https://p.dw.com/p/3dyZs
Deutschland | Rund 400 Corona-Infektionen in Schlachtbetrieb in Rheda-Wiedenbrück
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

د آلمان د نورت راين ويسټفالن ایالت چارواکو د چهار شنبې (د جون میاشتې ۱۷ نیټه) په ورځ وويل چې د څارويو د ذبح کولو د دغه ځای د ټولو ۹۸۳ آزمويل شويو کارکوونکو څخه یې ۶۵۷ تنه په کرونا اخته دي. سيمه ایز سیاستوال سوين ګيورګ ادن آور وويل چې نور تستونه هم ترسره شوي او ښايي د مثبتو پېښو شمير لوړ شي.

بيلیفلد ښار ته څېرمه په ګويترسلو سيمه کې د ريدا – وايدنبروک په نوم د غوښو د پروسې دغه کار ځای د آلمان د غوښې د پروسس کولو د مشهور شرکت تونيز له خوا اداره کيږي.

په ټولیزه توګه تر اوسه تر۱۰۰۰ زيات کارګر آزمويل شوي دي چې د چهار شنبې تر ماښامه پورې د زياتره نتايج معلوم شوي ول. په سيمه کې کابو۷۰۰۰ کسان قرنطين شوي څو د ويروس د خپريدو مخه ونيوله شي. د کرونا د مثبتو پېښو له وجې چارواکي مجبور شوي دغه مسلخ او همدا راز په سيمه کې ښوونځي او وړکتونونه وتړي. سيمه ایزو چارواکو ویلي چې تمه لري دا اقدامات به په ولس کې د کرونا د خپريدو مخه ونيسي.

دا يوازينۍ پېښنه نه ده

د آلمان د غوښو د پروسس سيکتور د کرونا بحران په ترڅ کې وار په وار تر څېړنو لاندې نيول کيږي چې ځکه د څاريو د ذبح په يو شمير مرکزونو کې د کرونا ډېرې مثبتې پېښې وليدل شوې.

دا سيکتور د خرابو کاري شراېطو، د ناوړه ګته پورته کولو او د ختځې اروپا څخه د راغلو کارګرو له پاره د استوګنې په ډله ایزو اپارتمنونو کې د ډيرو لوړو کرایو له ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

د تونيز شرکت يوه وياند د يوه مطبوعاتي کنفرانس پر وخت وويل: «موږ يوازې بخښنه غوښتلی شو.» وياند اندرې فيلشتات وويل چې شرکت یې د کار ځايونو څخه د ويروس د لیرې ساتلو له پاره ډېر هلې ځلې کړي.

Deutschland | Rund 400 Corona-Infektionen in Schlachtbetrieb in Rheda-Wiedenbrück
انځور: picture-alliance/dpa/D. Inderlied

ياد شرکت پر خپلو کارکوونکو چې زياتره یې د رومانيا او بلغاريا اتباع دي، تور لګوي چې کور ته د سفر پر وخت او هلته د رخصتۍ تر تیرولو وروسته ويروس له ځان سره آلمان ته راوړوي.

د اروپا د ناروغيو د وقايي او کنترول د مرکز په حواله آلمان د رومانيا او بلغاريا په پرتله د کرونا ويروس ډېرې زياتې مثبتې پېښې لري. په تیرو څوارلسو ورځو کې په آلمان کې ۴۸۱۴ نوې پېښې ثبت شوي په داسې حال کې چې په رومانيا او بلغاريا کې په همدې موده کې په ترتيب سره ۲۸۹۸ او ۹۱۵ نوې پېښې ثبت شوي دي.

د کارګرو د اوسيدانې پر ځايونو نيوکې

کاتوليکي اسقف پيتر کوسن چې د غوښو د دغه شرکت کارکوونکو سره روحي مرسته کوي، له دويچه ویله سره په مرکه کې د غوښو د شرکتونو پر مالکانو د کارګرانو د استوګنې د شرائطو د ښه کولو غږ وکړ. نوموړي زياته کړه: «نارينه او ښځينه کارکوونکي د اوسيدني د دې او کاري شرائطو څخه ستړي شوي دي. له دوی سره داسې چلن کيږي لکه هیڅ انساني کرامت چې نه لري او د دريمې درجې وګړي ګنل کيږي.» هغه زياته کړه: «تر څو چې دا شرائط بدل نه شي تل به د غوښو د پروسس په دې ځايونو کې د کرونا مثبتې پيښې وينو.»

Schlachterei in Deutschland
انځور: dpa - Fotoreport

نوموړي پر چارواکو غږ وکړ چې کارګران دې په جلا جلا اطاقونو کې ځای پر ځای کړي څو هغوی ټولنیز واټن په اغیزناکه توګه مراعت کړای شي.

د آلمان د روبرت کوخ انستيتويت په حواله په ځينو سيمو کې د ډله ایزو پېښو پر رامنځته کيدو سربیره هم په هېواد کې د ويروس پېښې په دوامداره توګه ټيټې دي. په تیرو ۷ ورځو کې د آلمان د ۴۱۲ اداري سيمو څخه یې په څه نا څه ۱۵۶ کې هيڅ نوې پېښې نه دي ثبت شوي.

bs/nz (dpa, AFP, epd)