په آلمان او نړۍ کې د کارنیوال جشن
په آلمان کې د کارنیوال موسم ته د کال پنځم فصل هم ویل کیږي. په نړیواله کچه سږ کال ترسره کیدونکي کارنیوالونه د خپلو روښنایانو او رنګا رنګیو ترڅنګ د ختمیدو پر لور روان دي.
ریو دیجینیرو: برازيل
نیم بربنډه جامې، روښنایې او شور، د سامبا له میوزیک سره د لیونتوب تر کچې نڅا، دا ټول په ریو دیجینیرو کې د ترسره کیدونکي کارنیوال هغه ځانګړتیاوې دي چې هغې ته یې د نړۍ د تر ټولو مشهور جشن مقام ورکړی دی.
بولیویا:
د بولیویا کارنیوال د دغه هیواد په پلازمېنه اوروهرو کې ترسره کیږي. د لاس په وسیله جوړ شوي ماسکونه او دودیزې جامې د دې جشن یوه ځانګړې برخه تشکيلوي. په دې دری ورځني کارنیوال کې د نیکۍ او بدۍ تر منځ جګړې سمبوليک انځور وړاندې کیږي.
نیو اورلینز، امریکا:
د «ماردي ګرا» په نوم دغه کارنيوال د جاز موسیقۍ سره د سه شنبې په ورځ لمانځل کیږي. په مهارت او سینګار سره جوړ شوي شپېلۍ، ښایسته کسټیوم یا ځانګړي لباسونه او له جاز موسیقۍ سره نڅا کول د دې کارنيوال مهمې برخې ګڼل کیږي.
کاناډا:
د کاناډا د ژمي په فیستیوال کې د Bonhomme په نوم کارنیوال ځانته ځانګړی ځای لري۔ په منفي ۳۰ درجې د سانتیګریت کې په دغه کارنیوال کې ګډون کونکي د مختلف ډوله شرابونو په څښکلو سره خپله وینه ګرموي۔ په دې کارنیوال کې مختلفو ډوله سپورتونه او رسم ګذشتونه ترسره کیږي.
د عاج ساحل کارنيوال:
دغه کارنیوال چې هر کال د اپریل په میاشت کې ترسره کیږي په زرګونو انسانان په کې ګډون کوي. دې کارنیوال ته پوپو یا ماسک کارنیوال هم ویل کیږي چې نارينه او ښځینه همجنسبازان هم په کې د ماسکونو په پرمخ کولو سره برخه اخلي.
د آلمان ماینز:
په آلمان کې د کارنیوال موسم په وخت کې د ښځو د کارنیوال ورځ هم لمانځل کیږي چې په ترڅ کې ښځې د سړو نیکټای ګانې پریکوي او مخ یې ښکولوي. د راین سين تر څنګ ترسره کیدونکی کارنیوال له مستیو او رنګونو ډک وي.