1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پن فارتینګ له ۲۰۰ سپيو او پيشوګانو سره لندن ته ولاړ

۱۴۰۰ شهریور ۷, یکشنبه

د بریتانیا د بحري قواوو یو پخوانی سرتیری چې په افغانستان کې يې د «نوزاد» په نوم د حیواناتو خیريه موسسه درلوده، د نژدې ۲۰۰ ژغورل شوو سپيو او پيشوګانو سره له کابله ووت. خو هغه خپل افغان همکاران پریښودل.

https://p.dw.com/p/3zdhK
Paul "Pen" Farthing
انځور: picture alliance / PIXSELL

پين فارټينګ او د هغه حیوانات د شنبې په ورځ ناوخته په يوه خصوصي تمویل شوې الوتکه کې د کابل څخه ووتله. د هغه وتل په داسې حال کې چې په افغانستان کې ډير کسان لا ندي راوښکلي د انسانانو او حیواناتو د حقونو په تړاو پوښتنې راپورته کړي دي.

د اسوشتید پریس خبري آژانس لیکي، د څارويو د هوساينې کمپاينر، دامنیک ډایر، چې د فارتينګ یو ویاند ښودل شوی، وويل چې دغه الوتکه د يکشنبې په ورځ د لندن په هیترو هوايي ډګر کې کيناسته. ډاير فارټینګ یو «اتل» ښودلی دی.

فارتينګ پنځلس کاله مخکې په افغانستان کې د بریتانيايي ځواکونو په ماموریت کې خدمت ترسره کړی او تر هغه وروسته يې د حیواناتو موسسه جوړه کړه. نوموړی، د هغه کارمندان او د کارمندانو خپلوان يې د بریتانيا په پوځي الوتکه کې د انتقال پر شرایطو باندې برابر او حق یې درلودی. خو هغه په دغه الوتکه کې د خپلو حیواناتو پرته تلل رد کړي ول.

فارتينګ څو ورځي د ټولنیزو رسنیو او مطبوعاتي مرکو څخه کار واخیست تر څو له خپلو حیواناتو سره يې بریتانيا ته انتقال شي.

Afghanistan Nowzad Dogs Charity
انځور: Ben Birchall/picture alliance/empics

د نامتو کمیډین ريکي جرويز په څیر ډيرو نوموتو څيرو فارتینګ څخه خپل ملاتړ ښودلی چې د حیواناتو د حفاظت له پاره يې کار کړی دی. خو د دې ترڅنګ پر هغه باندې د هغو کسانو له خوا نيوکې هم شوي چې وايي دې سره یې وخت او انرژې ضایع کړې ده، په داسې حال کې چې په کابل کې لاهم داسې ډير افغانان چې د طالبانو څخه د خطر احساس کوي، پاتې دي.

یوه محافظه کار قانونپوه، ټام توګیندهات چې په افغانستان کې یې د بریتانيا په پوځي ماموریت کې هم خدمت ترسره کړی وویل: «تاسو به څه ووايۍ که چیرته زه یو امبولانس ستاسو د مور د ژغورني پر ځای د خپل سپي د ژغورني له پاره واستوم؟» هغه د شنبې په ورځ د ال بي سي راډیو سره په خبرو کې وويل: «موږ ډير شمیر سرتيري صرف د دې له پاره په کار اچولي،چي ۲۰۰ سپيان راولي. په داسې حال کې چې زما د ژباړونکي کورنۍ به په ډير احتمال سره ووژل شي.»

بریتانیا وايي چې د تیرو دوو اوونیو په جریان کې يې ۱۵۰۰۰ زره بريتانوي اتباع او افغانان راوښکلي دي. بریتانیا د انتقال پروسه د شنبې په ورځ پای ته ورسوله. خو چارواکي وايي ۱۱۰۰ افغانان چې باید بریتانيا ته راانتقال شوی وی، پریښودل شوي دي.

ا.پ/م.ک.ص./م.ق.ن.