پنځه کاله په مریخ کې د ژوند په لټه
د کیریاسیتي روبات د ۲۰۱۲م کال د اګست پر شپږمه نیټه مریخ ته ورسید. دغه روبات بیلابیل امکانات لري او تر اوسه پورې یې خپل ماموریت په بریالیتوب سره ترسره کړی دی.
لوی روبات
کیریاستي تر اوسه پورې مریخ ته رسیدلی تر ټولو لوی روبات دی. دغه روبات د ۲۰۱۲ کال د اګست میاشتې پر شپږمه نیټه مریخ ته ورسید او له هغه وخت راهیسې یې ۱۷ کیلومتره مزل وهلی دی. دا یوازې یو عادي روبات نه دی. د هغه رسمي نوم «د مریخ علمي لابراتوار» دی.
کیریاستي روبات کوم امکانات لري؟
دغه روبات کولای شي پخپله بیلابیل کیمیاوي مرکبونه وارزوي، د تودخې درجه تعینه کړي، د اتومسفیر فشار اندازه کړي، وړانگې، رطوبت او د باد سرعت تعین کړي. خو د دې روبات تر ټولو مهمه وړتیا دا ده چې کیریاستي کولای شي د کیمیاوي موادو له ارزونې سره په مریخ کې د ژوندي موجوداتو شتون یا نه شتون روښانه کړي.
ژورې څیړنې
کیریاستي ښوولې ده چې په مریخ کې له تیوریک لحاظه ژوند کیدای شي خو لا تراوسه پورې یې په دې سیاره کې ژوندي موجودات نه دي موندلي. کیریاستي یوه برمه هم لري. په دې انځور کې هغه د یوې نمونې د اخیستلو په حال کې دی.
لابراتوار
له مریخ څخه اخیستل شوي نمونې د بیلابیلو ماشینونو په واسطه ارزول کیږي. لومړی هغه فلترکیږي او د بیلابیلو اندازو په نمونو باندې ویشتل کیږي او بیا وروسته بیلابیلو آرزونکو ماشینونو ته استول کیږي. دا هر څه پخپله کیریاستي کوي.
تر کیریاستي مخکې، په مریخ کې وړوکي روباتونه
تر کیریاستي مخکې مریخ ته وړوکي روباتونه استول شوي وو. د ۱۹۹۷ کال د جولای میاشتې په ۴مه نیټه د «سوجورنر» په نوم یو وړوکی روبات مریخ ته ورسید. دا لومړی ځل وو چې یو روبات په مریخ کې پریښودل شوی وو.
بیلابیلې اندازې
مریخ ته استول شوي درې بیلابیل روباتونه د یو بل تر څنګ. تر ټولو وړوکی یې ۱۰،۶ کیلوګرامه وزن لري او په یوه ثانیه کې یوازې یو سانتي متر مزل وهلی شي. دویم یې چې «اپارچینتي» نومیږي بیا ۱۸۵ کیلوګرامه وزن لري او د یوه ویلچیر په اندازه لوی دی. خو کیریاستې بیا ۹۰۰ کیلوګرامه وزن لري او لوی والی یې د یوه وړوکي موټر په اندازه دی.
څه نا څه څلور میاشتې دنده
سوجورنر په مریخ کې نزدې ۱۰۰ متره مزل وواهه او د ۱۹۹۷ کال د سپتمبر تر ۲۷مې نیټې یې د مریخ په اړه ځمکې ته معلومات او انځورونه راواستول. دا د هغه له خوا د استول شویو انځورونو له ډلې څخه یو دی. د دې انځور تر اخیستلو نهه ورځې وروسته بیا له دې روبات سره اړیکه قطعه شوه. سوجورنر ښايي له دې کبله چې د بطرۍ یې د شپې سړه هوا نه شوای ځغملی، له کاره لویدلی وي.
د نوې تکنالوژي له پاره د لارې هوارول
د سوجورنر له تجربې پرته مریخ ته نوي او پرمختللي روباتونه نه شوای استول کیدای. ناسا په ۲۰۰۴ کال کې دوه عین ماډل روباتونه په مریخ کې کښینول چې «سپیرت» او «اپارچینتي» نومیدل. سپریت په مریخ کې شپږ کاله کار ورکړ او ۷،۷ کیلومتره مزل یې وواهه. د هغه ملګری روبات «اپارچینتي» بیا یو څخه بخت لره او تر اوسه پورې فعاله دی.
ډیر امکانات
اپاچینتي په ۲۰۱۵ کال کې په مریخ کې خپل مزل ۴۲ کیلومتره ته ورسوه. دغه روبات تر اوسه پورې هم د کیریاستي په پرتله په مریخ کې ډیر مزل کړی دی. دغه روبات کولای شي چې د ځمکې انځورونه واخلي. په هغه کې ان یو درې بعدي یا 3D کمره هم نصب ده.
د مریخ منظره
دغه انځور د کیریاستي له خوا اخیستل شوی دی. دغه روبات به تر هغه وخته پورې چې فعاله دی، په مریخ کې وکارول شي. ساینس پوهان د پنځو نورو کلونو او آن تر هغې اوږدې مودې هیله لري.