1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنټاګون: دوه پاکستاني ورونه له ګوانتانامو آزادیږي

۱۴۰۱ اسفند ۵, جمعه

پنتاګون ویلي دي چې دوه پاکستاني ورونه په ګوانتانامو بي زندان کې تر شل کاله بند تیرولو وروسته آزاد او پاکستان ته انتقالیږي. دغه دوه ورونه د القاعده شبکې مهمو مشرانو ته د آسانتیا برابرولو په تور په کراچۍ کې نیول شوي ول.

https://p.dw.com/p/4NvTG
Guantanamo-Häftlinge mit orangener Kleidung
انځور: DOD US Navy/picture-alliance/dpa

دغه دوه وروڼه، ۵۵ کلن عبدالرحیم غلام رباني او ۵۳ کلن محمد احمد غلام رباني، پاکستاني چارواکو په ۲۰۰۲م کال کې په خپل پلرني ټاټوبي کراچۍ ښار کې تر نیولو وروسته امریکا ته سپارلي ول. امریکايي چارواکي وایي چې دغو ورونو د القاعده مهمو مشرانو ته مالي او سفري آسانتیاوې برابرولې.

له ګوانتانامو تر ټولو زوړ پاکستانی زنداني خوشې شو

امریکايې چارواکو پر دغو ورونو دا تورونه هم لګولي ول چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو طراح خالد شیخ محمد له پاره کار کوي او په کراچۍ کې یې د القاعدې د فعالیتونو د ترسره کولو له پاره خوندي پټنځایونه برابر کړي دي. خو دا ثابته نه شوه چې ګوندې دغو دوو ورونو د القاعده شبکې د فعالیتونو پلانونو ته لاس رسی درلود.

دغو دواړو ورونو ګوانتانامو ته د انتقالیدو مخکې له «CIA» سره د توقیف یا بند پر مهال د ربړول کیدو تورونه لګولي دي. د امریکا د نظامي سوابقو پر اساس د پوښتنو ګرویږدنو باوجود له دوی څخه کوم مهم معلومات ترلاسه شوي نه دي.

پاکستان ته د انتقالیدو شرایط نه دي معلوم

د امریکا پوځ په یوه اعلامیه کې پاکستان ته د دغو دواړو د انتقالولو اعلان کړی و، خو دا یي نه وو ویلي چې پاکستان په کومو شرایطو کې د دوی بیرته استول منلي دي. داسې ویل کیږي چې عبدالرحیم غلام رباني له ګوانتانامو بند څخه یو د پاخه عمر لرونکو آزادیدونکو بندیانو له ډلې څخه دی.

CIA Torture Report I  Khalid Sheikh Mohammed
امریکايې چارواکو پر رباني ورونو دا تورونه هم لګولي ول چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو طراح خالد شیخ محمد له پاره کار کوي انځور: Pentagon/ZUMA/picture alliance

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په یوه اعلامیه کې ویلي: «امریکایي چارواکي د پاکستان او نورو متحدینو له خوا په بامسئولیته توګه د بندیانو شمیر کمولو او بالاخره د ګوانتانامو «بي» د سهولتونو د بندولو په هکله د امریکا د کوښښونو د ملاتړ کولو ستاېنه کوي.»

«بې جرمه ۲۰ کاله بند»

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو په حواله د جنورۍ پر ۲۷ نیټه په اسلام آباد کې د سنا مجلس د بشري حقونو کمېټې په غونډه کې په ګوانتانامو بي زندان کې د پاکستاني بندیانو پر موضوع بحث شوی و. ګډون کوونکو ته ویل شوي ول چې په دې زندان کې دوه پاکستاني ورونه به د مارچ په میاشت کې خوشې کړای شي.

سناتور مشتاق احمد وویل چې پر دغو ورونو هیڅ دوسیه نشته او نه هم پرې کوم جرم ثابت شوی. دوی بی له کوم جرم څخه ۲۰ کاله د ګوانتانامو بي په زندان کې ساتل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت نوموړي کمېټې ته ویلي وو چې امکان لري د فیبرورۍ تر پایه پورې دغه ورونه له بند څخه خوشې او تر هغه یوه اونۍ وروسته پاکستان ته ورسیږي.

«د ګوانتانامو زندان د امریکا د زور زیاتیو سمبول»

عبدالرحیم غلام رباني او محمد احمد غلام رباني له ګوانتامو څخه تازه خوشې کیدونکي بندیان دي. په کیوبا کې د امریکا د سمندري ځواکونو په یوه اډه کې واقع دغه بدنامه زندان د جورج ډبلیو بوش حکومت د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د ۱۱ پيښو د شکمنو ترهګرو له پاره جوړ کړ.

شل کاله ګوانتانامو: د بې عدالتۍ او شکنجې سمبول؟

پنټاګون ویلي دي چې په دې ورځو کې د پاکستاني ورونو تر خوشې کیدو وروسته په ګوانتانامو «بي» زندان کې د بندیانو شمیر ۳۲ تنو ته را ټیټ شوی دی. په دوی کې ۱۸ خپلو هیوادونو ته د انتقالیدو جوګه دي. د نهو بندیانو دوسیې د امریکا په پوځي کمېسیونونو کې تر ارزونې لاندې او دوو ته جزا تعینه شوې ده.

ګوانتانامو زندان ته د «ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا د جګړې» د وخت د زور زیاتیو د نښې او سمبول په سترګه کتل کیږي، ځکه هلته د تحقیقاتو پر مهال له داسې سختو میتودونو کار اخیستل شوی دی چې انتقاد کوونکي يي تشدد بولي.

د امریکا ولسمشر جو بایدن په ۲۰۲۱م کال کې واک ته تر رسیدو وروسته د دې محبس د بندولو اعلان کړی وو، خو د امریکا مرکزي حکومت په قانوني ډول د دې توقیفي مرکز بندیان د امریکا زندانونو ته نه شي انتقالولې.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز