پنيتا: له خپل ماموريت څخه نه پر شا کيږو
۱۳۹۱ مهر ۱۹, چهارشنبهد ناټو عمومي منشي اندر فوغ راسموسن، په بروکسل کي خبریالانو ته وویل، چي ناټو د دوست-دښمن بریدونه ډیر جدي بولي، خو ټینګار ئې وکړ چي د دغه شان بریدونو له کبله به له افغانستان څخه د ناټو د وتلو په پلان کي بدلون را نه شي.
هغه وویل: «دا یو ستر چيلينج دئ او موږ به ئې جدي و نیسو خو دغه بریدونه به زموږ پر ستراتیژۍ او له افغانستان څخه زموږ د وتلو پر مهالویش کومه اغیزه و نه لري.»
په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، وویل چې ناټو به اجازه ور نه کړي چې دغه شان بریدونه هغوی له خپلو افغان ملگرو څخه بیل کړي: «هغه څه چې ائتلافي ځواکونه ازمويي، دوست-دښمن بریدونه نه دي، بلکي د دې بریدونو پر وړاندي د ائتلافي ځواکونو د غبرگون څرنگوالی دئ. دښمن که له هر ډول تکتیک څخه کار واخلي که هغه د سړک د غاړي بمونه وي، که دوست-دښمن بریدونه وي او که موټر بمونه وي، موږ به اجازه ور نه کړو چې دغه تکتیکونه موږ له خپلو افغان ملگرو څخه بیل کړي. موږ به همداراز د دې اجازه ور نه کړو چې دا تکتیکونه موږ له خپل ماموریت څخه پر شا کړي.»
د روان کال د پیل راهیسي د دوست-دښمن بریدونو په پایله کې د ناټو۵۲ سرتیري وژل شوي دي. د دغه شان بریدونو په ترڅ کي د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې یاغیان پر بهرنیو ځواکونو باندي ډزي کوي. د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا وویل:
«د دغو بریدنو تر شا چې هر څه وي دښمن هڅه کوي چې زموږ او زموږ د افغان ملگرو د بېلولو په موخه کار واخلي. هغه څه چي موږ کولای شو دا دي چې موږ باید په خپل ټول زور د دې بریدونو پر وړاندي ودریږو.»
د ناټو دغو چارواکو همداراز زیاته کړه، چي د افغانستان د امنیتي مسئولیتونو د سپارلو لړۍ د پلان له مخي روانه ده او د دوست-دښمن بریدونو له کبله به پکښي بیړه و نه شي.
د ناټو عمومي مشر اندرس فوغ راسموسن وویل: «افغانانو ته د امنیتي مسئولیتونو د سپارلو لړۍ د پلان له مخي روانه ده. او د پلان له مخي به د امنیتي مسئولیتونو له سپارلو سره سم زموږ د سترتیرو شمیره هم راکمه شي. دا (له افغانستان څخه) په راوتلو کي د بیړي کولو په معنی نه ده. بلکي دا د امنیت د سپارلو د لړۍ منطقي پایله ده.»
د ایساف په قوماندي کي بدلون
د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، دغه راز وویل چې په افغانستان کي د ناټو ځواکونو په مشرۍ کې هم بدلون راتلونکی دئ. هغه وویل چې په افغانستان کې د امریکایي سمندري ځواکونو مرستیال قوماندان جنرال جوزیف دونفورد، به د ایساف ځواکونو مشري ته ونومول شي.
پنیتا زیاته کړه چې د ایساف ځواکونو اوسنی عمومي قوماندان جنرال جان الین، به په اروپا کي د امریکايي او ناټو ځواکونو قومانده پر غاړه واخلي.
د امریکا سنا باید د دغو دواړو نوماندي ومني او ښايي هغوی د را روان کال په لومړیو مياشتو کي خپلي نوي دندې پیل کړي.
مسعو جهش (رویترز، د المان خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل