پنجشیر
۱۳۹۰ تیر ۹, پنجشنبهد پنجشیر ولایت د پلازمینی کابل د شمال ختیځ په لور پروت دی. دغه ولایت د افغانستان په نسبي آرامو ولایتونو کی شمیرل کیږي. د امنیت د مسؤلیت د انتقال بهیر په لومړنی مرحله کی د دغه ولایت د مرکز سربیره د ټولو ولسوالیو د امنیت چاري هم افغان ځواکونو ته سپارل کیږي.
پنجشیر تقریبا 144000 تنه نفوس لري او د دغه ولایت 23.8 سلنه خلک د فقر د کرښی څخه لاندی ژوند تیروي.
د پنجشیر د والي معاون عبدالرحمان کبیري وایی چي په حاضر وخت کی د 820 تنه پولیس په دی ولایت کی د امنیت په ساتلو بوخت دي او د ملی اردو ډیر لږ شمیر سرتیری په دی ولایت کی شتون لري.
هغه وایی پنجشیر د اوو ولایتونو سره ګاونډیتوب لري، چی دغه ولایتونو پنجشیر د ګواښ سره مخامخ کړی په خاصه توګه د نورستان ولایت. نو په دي لحاظ د امنیت د پروسی د انتقال وروسته په دي ولایت کی د امنیت د خوندي ساتلو لپاره لا ډیرو پولیسو ته اړتیا لیدل کیږي.
د کبیري په وینا د پنجشیر ولایت د پریان ولسوالی کومه چي د نورستان د ولایت سره هم سرحده ده یواځی 26 تنه پولیس لری چی د امنیت د ساتلو لپاره ډیر کم دي. هغه وایی د پنجشیر د پی آر ټی په ګروپ کی 35 تنه امریکایی سرتیری شتون لري، چي یواځی د بیا رغونی او ټولنیزو چارو په برخه کی همکاري کوي.