1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاگون د داعش له بيا پياوړي کيدو څخه خبرداری ورکړی

۱۳۹۷ بهمن ۱۶, سه‌شنبه

ويل شوي ول چې په سوريه کې داعش ته په ماتې ورکولو سره د امريکا متحدو ایالاتو پوځ په سوريه کې خپل هدف ته رسيدلی دی. خو د پنتاگون د اټکلونو پر اساس له سوریې څخه د امريکايي ځواکونو د رايستلو پلان کيدای شي ناوړه پايلي ولري.

https://p.dw.com/p/3Ciud
Symbolbild - Flagge ISIS
انځور: picture-alliance/dpa

له سوريې څخه د امريکايي ځواکونو د رايستلو پلان تر اعلان وروسته د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزارت پنتاگون انديښنه ښوولې چې افراطي ډله داعش کيدای شي يووار بيا پياوړې شي.

پنتاگون په يوه رپوټ کې ويلي دي چې بې له مناسب فشاره کيدای شي داعش «احتمالاً له شپږو تر دولسو میاشتو پوري بيرته سر راپورته کړي». او له لاسه د ورکړل شوي ساحې يوه برخه بيرته ترلاسه کړي.

واشنگټن اټکل کوي چې داعش اوس هم د تهاجمي حالت توان لري. د «سوریې ديموکراتيک ځواکونو» په نوم جنگيالي چې د کردانو د ولس ساتونکو مليشو (YPG) تر کتنرول لاندې جنگيږي، د ائتلافي ځواکونو مرستې ته ډېره اړتيا لري. خو ترکيه چې د همدې ائتلاف برخه ده، د کردانو ولس ساتونکو مليشو ته د يوه ترهگریز سازمان په سترگه گوري.

Syrien Qamischli SDF Truppen
د کردانو ولس ساتونکې ملیشه مرستې ته اړتيا لريانځور: Getty Images/AFP/D. Souleiman

په رپوت کې دې ته هم اشاره شوې ده چې ترکيه له ۲۰۱۷م کال راهيسې د داعش پر وړاندې په هيڅ ډول ځمکنيو عملياتو کې برخه نه ده اخيستې. د چهار شنبې په ورځ په واشنگټن کې د داعش ضد ائتلاف د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه رابلل شوې چې د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس هم پکښې گډون کوي.

«بيرته به راشي»

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د دسمبر مياشتې په منځ کې له سوریې څخه د خپلو کابو ۲۰۰۰ عسکر د رايستلو اعلان وکړ، خو تر اوسه یې په دې هکله مهال ويش نه دی په ډاگه کړی. خو په دې وروستيو کې یې ټینگار وکړ چې: «که اړتيا وه، موږ به بيرته راستانه شو. زموږ ډيري چټکي الوتکي لرو، موږ ډيري ښې بار وړونکې الوتکې هم لرو.»

خو ترمپ په عين حال کې ډاډ ورکړ چې امريکا به په عراقه خپل عسکر پريږدي. هغه زياته کړه چې امريکا به له عراق څخه ايران څاري. خو په داسې حال کې چې له سوریې څخه په کرار کرار عسکر را باسي، په عين وخت کې به له دغه ځايه له داعش جنگيالو سره هم جگړې ته دوام ورکړي.