پنتاگون افغانستان ته نوی قوماندان نومولی
۱۳۹۴ بهمن ۸, پنجشنبهد امريکا د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۲۷مه) اعلان وکړ چي نيکلسون به په افغانستان کي د جنرال کمپبل پر ځای دنده پيل کړي. د امريکا سنا هم بايد دغه تبدلي تائيد کړي.
کمپبل ۱۸ مياشتي په افغانستان کي د امریکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان په توگه کار وکړ. هغه د تير مېلادي کال په دسمبر مياشت کي اعلان وکړ چي امريکا نه غواړي په افغانستان کي ځواکونه ډېر کړي.
خو اوباما د تيرکال په اکتوبر مياشت کي ژمنه وکړه چي په افغانستان کي مېشت ۹۸۰۰ امريکايي عسکر به د ۲۰۱۶م کال تر پايه پوري پاته سي، او تر هغه وروسته به دغه شمېر ۵۵۰۰ ته راکښته سي.
د کمپبل له څرگندونو داسي ښکاري چي په افغانستان کي خراب امنيتي وضعيت ته په کتو سره د امریکايي ځواکونو ډېرښت امکان لري.
امريکا متحدو ايالاتو او متحدانو ئې د ۲۰۱۴م کال په پای کي په افغانستان کي خپل پوځي ماموريت پای ته ورساوه او د افغانستان ټول امنيتي مسئوليت ئې افغان امنيتي ځواک ته وسپاره.
له هغه وخت راهيسي په افغانستان کي مېشت امريکايي او ناټو ځواکونه د افغان امنيتي ځواک روزنه پر غاړه اخيستي، هغوی ته سلا مشورې ورکوي او د تروريزم پر وړاندي مبارزه کي ئې ملاتړ کوي.
خو له وسله والو طالبانو سره په مبارزه کي د افغان امنيتي ځواک د وړتيا په برخه کي اوس هم اندېښنې موجودي دي.