1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون: د طالبانو فعاليتونه څارو

۱۴۰۰ تیر ۳, پنجشنبه

د امريکا دفاع وزارت ويلي دي چې پوځ یې په افغانستان کې د طالبانو له خوا له دولت څخه د سيمو د نیولو فعاليتونه څاري. خو زياته شوې چې له تېر کال راهيسې پر امريکايي ځواکونو بريدونو کې ډېروالی نه دی ليدل شوی.

https://p.dw.com/p/3vWEZ
USA US-General Mark Milley
انځور: Erin Scott/REUTERS

د امريکا متحده ایالاتو لوی درستیز جنرال مارک میلي کانګرس ته په وينا کې ويلي دي چې د افغانستان له ۴۱۹ ولسواليو څخه ۸۱ د طالب جنګيالو په لاس کې دي.

په داسې حال کې چې طالبان ادعا چې يوازې په تیرو دوو مياشتو کې یې نورې ولسوالۍ نيولي دي، مارک میلي زياته کړه له دې ولسواليو څخه یې ۶۰ تېر کال لا هغه وخت نیول شوې وې چې امريکايي ځواکونو په وتلو لاس نه وو پورې کړی.

هغه يادونه وکړه چې وسله وال تر اوسه د يوه ولايت مرکز په نیولو هم دي توانيدلي.

په همدې غونډه کې د دفاع وزير لوېد اوستن هم روښانه کړه چې د طالبانو له خوا د سيمو نیول به تر کابو دوو لسیزو وروسته د امريکا متحده ايالاتو د وتلو مخه ونه نيسي.

د امريکايي چارواکو په حواله له افغانستان څخه یې د ځواکونو وتلو پروسه کابو نيمايي بشپړه شوې ده او د سپتمبر مياشت تر ۱۱ نېټې پورې به ټول امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

اوستن وويل: «موږ متمرکز يو او کومه وظيفه چې په مخکې لرو هغه د خپلو ځواکونو خوندي، منظم او بامسؤليته ايستل دی.»

هغه زياته کړه: «موږ په دې موخه يوه ډېره مفصله طرحه لرو. او تر اوسه مو ټول کارونه د دغه پلان پر اساس ترسره کړي دي او نه يوازې خپل، بلکې د خپلو متحدينو امنيت مو هم نيولی دی.»

«د بهرنيوعسکرو تر وتلو وروسته ښايي افغان حکومت سقوط وکړي»

په دې منځ کې د سپينې مانۍ د مطبوعاتي دفتر مشرې جېن ساکي هم ويلي چې پنتاګون له افغانستان څخه د ځواکونو وتل څاري او په وروستيو کې د ځواکونو پر وړاندې د طالبانو له خوا مستقيم تاوتريخوالی نه دی تجربه شوی.

ساکي خبريالانو ته وويل په داسې حال کې چې د تېر کال په پرتله پر افغان امنيتي ځواک بريدونو زور احيستی «موږ د ۲۰۲۰م کال له فيبرورۍ میاشتې راهيسې د خپل پوځ پر وړاندې په بريدونو کې زياتوالی نه دی مشاهده کړی.»

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters )