پنتاګون: د طالبانو بريدونه ډير سوي دي
۱۳۸۷ تیر ۸, شنبهد امريکا د متحده ايالتونو د دفاع وزارت د هغه هيواد پارلمان ته د افغانستان د امنيت په اړه يو رپوټ وړاندي کړی په دې راپور کي ليکل سوي : زورلاري طالبان به د خپلو جګړو لمنه دافغانستان شمالي سيموته هم ورپلنه کړي.
په دې راپور کي چي د جمعې په روځ د پنتا ګون لخوا وړاندي سوی دپوځي کارپوهانو له قوله پکښي راغلي دي : « طالبان به دافغانستان په ختيځ او سويل کي دافغانستان حکومت ته ننګوني لاپسي ډيري کړي. اوپه عيني حال کي داهم ممکنه ده چي طالبان به د افغانستان په شمال اولوېديځ کي هم د زور زياتي د ډيرولو هڅه وکړي »
د پنتاګون يا د امريکا د متحده ايالتونو د دفاع وزارت پدې 72 پاڼو راپورکي چي سر لیک يي دی « په افغانستان کي د ثبات راوستلو او امنيت ټنګولو په اړه راپور» وړاندي راغلي دي چي. که څه هم چي نړيوال تړون پدې بريالی سوی دی چي طالبان په ځينوسيموکي پر شاتګ ته مجبوره کړي، خوسره د هغه داسي ښکاري چي دوی به په روان کال کي دخپلو بريدونو شمېر لاپسي ډير کړي.
په افغانستان کي د 70000 نړيوالوځواکونو سره سره په تيرو دو کلونو کي تاوتريخوالي زور اخستی چي ، یوازی په 2007 ميلادي کال کي 6500 انسانا په بريدونو، بمبار يو او مځکنیو بريدونوکي وژل سوي دي.
په راپور کي راغلي: « د افغانستان د ثبات لپاره تر ټولو لوی خطر د هغه هيواد په لوېديځ او شمال کي جنګسالاران ، جنايتکاران او د نشي موادو قاچاق کونکي دي. چي د هغوی دغه اوسنی حالت د سيمه ايز او مرکزي حکومت په پياوړتيا سره د ننګونو سره مخامخ کېدای سي»
راپور د ايران په اړه وايي:« د 2006 عيسوي کال راپدې خوا داسي اسناد سته چي ترهګر په هغو جنګي تجهيزاتو اکماليږي چي مرکز يي په ايران کي دی.»