پنتاګون: خپل ټول قرارداديان متحده ايالاتو ته راولو
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۷, جمعهد امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير، لويد اوستين د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ د می ۶مه نېټه) وويل چي د امريکا متحده ايالات له افغانستان څخه د خپلو ټولو قرارداديانو په انتقال بوخت دي. د نوموړي په وينا و امريکا ته د دغو قرارداديانو راوستل له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د انخلا يوه برخه ده. دلته هغه قرارداديان مطرح دي چي د امريکا د متحده ايالاتو د پوځ سره يې همکاري لرلې ده.
د هغه وروسته چي جو بايد اعلان وکړ چي د روان ميلادي کال د سپتمبر تر ۱۱مي به له افغانستان څخه خپل ټول عسکر وباسي، د قرارداديانو د انتقال موضوع پر دې دلالت بلل کيږي چي د پوځونو د انخلا اعلان او پلان به عملي کيږي.
د دفاعي چارو وزير اوستين د خبريالانو سره خبري کولې چي ورڅخه پوښتنه وسوه چي ايا يوازي د امريکايي عسکرو د ايستلو امر سوی او که د قرارداديانو هم. نوموړي دغه سوال په هو سره جواب کړ او اضافه يې کړه چي «موږ د خپلو ټولو شته امکاناتو له پاره مسؤل يو چي قرارداديان هم په دې کې شامل دي.»
د اپريل په مياشت په افغانستان کي د پنتاګون نژدې ۱۷۰۰۰ قرارداديان بوخت ول چي ورڅخه ۶۱۵۰ يې امريکايان او ۴۳۰۰ يې افغانان او ۶۴۰۰ يې د نورو هيوادونو څخه ول.
اوستين وويل چي تر دمګړي له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د ايستلو پروسه د پلان سره سمه او په ښه توګه ادامه لري.
آ./ا.ا./م.ک.ص.