1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پمپيو: پاکستان دي د افراطيانو ملاتړ ختم کړي

۱۳۹۷ آبان ۲, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پر پاکستان یو ځل بیا غږ وکړ چې په افغانستان کې جنګیدونکي جنګیالي کنترول کړي او ویې ویل چې واشنګټن د جګړې خپل دغه ملګری مسئول ګڼي.

https://p.dw.com/p/374lP
USA | US-Außenminister Pompeo empfängt Pakistans Außenminister Qureshi
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Owen

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغانستان تر پارلماني ټاکنو وروسته پر موضوع باندې د تبصرې په ترڅ کې پر پاکستان باندې یو ځل بیا غږ وکړ چې له سخت دریځو ډلو څخه له ملاتړه لاس واخلي. هغه همدا راز وویل چې په افغانستان کې د پراخو ستونزو سره سره چې له کبله یې د رای ورکولو ځيني مرکزونه بند پاتې شول، د ولسي جرګې په ټاکنو کې د خلکو ونډې امریکا متحده ایالت «تشویق کړی» دی.

د اسلام آباد د نقش په هکله د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې پمپیو وویل چې تمه مو دا ده چې پاکستان په خپل غربي سرحد کې ترهګرو ته نور خوندي پټنځایونه برابر نه کړي. نوموړي وویل: «موږ دغه پیغام تر دې نور واضح کولی نه شو. که چیرته پاکستان دغه کار و نه کړي او په دغو هڅو کې صادق نه اوسي، دغه هیواد به مسئول وګڼل شي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خبریالانو سره د خبرو پرمهال همدا راز وویل چې هرڅوک په افغانستان کې پخلاینه غواړي او د دې [پخلاینې] د ترلاسه کولو له پاره په پاکستان کې د حقاني شبکې او یا طالبانو له پاره خوندي پټنځاي هیڅ مرسته نه کوي.

پمپیو په خپلو څرګندونو کې د ټولو هغو ډلو نومونه هم یاد کړل چې په پاکستان کې میشتي دي او په افغانستان کې جګړه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتي مخکي د ولسمشر دونالد ترمپ ادارې پاکستان ته خپلې ۳۰۰ میلیونه ډالر پوځي مرستې بندې کړې. تر دې وړاندې متحده ایالاتو له کلونو راهیسې شکایت درلود چې پاکستان له داسې جنګیاليو او ترهګرو ډلو سره اړیکي ساتي چې په هندوستان او افغانستان کې جنګیږي.

د دې تورونو په ځواب کې پاکستان بیا تل ویلي دي چې دوی د خپلې خاورې په داخل کې د ترهګرو ډلو د ځپلو له پاره درانه زیانونه لیدلي او زیاتوي چې دوی د خبرو میز ته د طالبانو په راوستلو کې مرسته کولی شي.

بل لوري ته په قطر کې د روانې میاشتې په ترڅ کې د طالبانو یوه پلاوي د امریکا متحده ایالاتو له استازي سره هم کتلي دي. د پاکستان نوي لومړي وزیر عمران خان بيا داسي څرگندوي چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو له پاره د خبرو اترو پلوی دی، خو د هغه نوی حکومت تر جوړیدو وروسته له خراب اقتصادي وضعیت سره لاس او ګریوان دی.