1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پمپيو ناټو ته د افغانستان د پلانونو په هکله معلومات ورکوي

۱۳۹۸ شهریور ۱۲, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سه شنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي سره خبرې اترې کوي. دغه سفر په داسې یوه وخت کې کیږي چې متحده ایالات له طالبانو سره یوه احتمالي توافق ته نزدي شوي دي.

https://p.dw.com/p/3Oum5
Schweiz Bellinzona US-Außenminister Mike Pompeo
انځور: picture-alliance/KEYSTONE/Ti-Press/S. Golay

په پام کې ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سه شبنې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر دریمه) په بروکسل کې د ناټو سازمان له عمومي منشي ینس ستولتنبېرګ سره ملاقات وکړي.

د ناټو د معلوماتو له مخې په دغه ملاقات کې په دسمبر میاشت کې د بهرنیو چارو وزیرانو د لیدنې کتنې او د ناټو پر سرمشریزي سربیره په افغانستان کې د سولې پروسې موضوع هم مطرح ده.

د متحده ایالاتو حکومت له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د یوې برخې راایستل پلانوي او اوسمهال له طالبانو سره په مذاکراتو بوخت دي.

د امریکایانو او طالبانو د معلوماتو له مخې دواړو لورو په دغو خبرو اترو کې پرمختګ کړی او د یوه تړون په درشل کې دي. په افغانستان کې د ناټو د پوځي حضور له پاره امريکايي عسکر د ملا تیر ګڼل کیږي.

د ۲۰۱۴م کال په پای کې ناټو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه او د ۲۰۱۵م کال له پېل راهیسې د غوڅ ملاتړ، په نوم یو روزنیز ماموریت پرمخ وړي. د دغه ماموریت په ترڅ کې ۱۷۰۰۰ عسکر دي چې شا او خوا ۸۰۰۰ زره یې د متحده ایالاتو دي.

امریکا متحده ایالات غواړي چې له طالبانو سره یوه تړون ته د رسیدو په صورت کې ۵۰۰۰ عسکر له افغانستانه وباسي. د افغانستان د سولې له پاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ماښام له طلوع نیوز، سره په مرکه کې وویل چې له طالبانو سره د تړون د مسودې له مخې که چیرې طالبان د تړون شرطونه پوره کړي، نو په لومړیو ۱۳۵ ورځو کې به امریکایي ځواکونه پنځه پوځي اډې پریږدي.

خو خلیلزاد دغه شرطونه یاد نه کړل. اوسمهال په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ امریکایي عسکر مستقر دي.

خلیلزاد په خپله دغه مرکه کې د تړون د عمومي وضعیت په هکله وویل چې په «اصولو» کې توافق ته رسیدلي دي. خو هغه ویل چې دغه توافق هغه وخت د اعتبار وړ دی چې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ورسره تفاهم وښيې.

هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې په واشنګټن کې به په دې هکله پریکړه کیږي چې چیرې او په کومه سطحه به د دواړو لورو تر منځ دغه توافق لاسلیک کیږي.

د خلیلزاد په خبره که چیرې ترمپ دغه تړون تائید کړ، نو تر هغې وروسته به په څو ورځو کې اعلان شي. نوموړي دا هم وویل چې د تړون مسوده یې له افغان حکومت سره شریکه کړې ده او دا امکان یې ورکړی دی چې هغه مطالعه کړي.

خو د خلیلزاد د وروستیو څرګندونو په هکله تر دې دمه طالبانو کومې څرګندونې نه دي کړي.