1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ګواښونو سربیره هم په کابل کې د چاپیریال ساتنې مظاهره وشوه

۱۳۹۸ شهریور ۳۰, شنبه

د جمعې په ورځ په نړیواله کچه د اقلیم د بدلون پر ضد مظاهرو کې آن د افغانستان د پلازمېنې کابل یو شمیر اوسیدونکو هم ونډه واخیسته. د کابل اوسیدونکي څه نا څه هر ورځ د ترهګرۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/3Pzhh
Afghanistan 2010 | Smog & Luftverschmutzung in Kabul
انځور زموږ له آرشیف څخهانځور: Getty Images/AFP/S. Marai

په لسګونو ځوانانو له ځان سره هغه پلاکاټونه لیږدول چې د نورو ترڅنګ په کې لیکل شوي وو: «له دې انکار مه کوئ چې زمونږه سیاره مري!» او«کوچني لاسونه کولی شي نړۍ بدله کړي!»

یو شمیر نورو غوښتنه کوله چې وسلې پر ځمکه کیږدي. دغه کوچنۍ مظاهره د سرتیرو له خوا په لاره اچول شوې وه چې د نورو نظامي ځواکونو له خوا یې امنیت نیول شوی وو.

د کابل اوسیدونکي نه یوازې د پرله پسې ترهګریزو بریدونو له کبله چې په پایله کې یي په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي کړیږي، بلکه دغه ښار ککړ دود او ناپاکې هوا پوښلی وي چې په ځانګړې توګه د خښتو په بټیو کې د کاریدونکو سکرو له کبله رامنځ ته کیږي. پر دې سربیره بی وزله خلک د خپلو کوټو یا خونو د ګرمولو له پاره په بخارۍ او نغریو کې له پلاستیکي کثافاتو څخه استفاده کوي. د کابل په هوا کې د مضرو ګردونو کچه د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له خوا تر ټاکل شوي حده څو برابره لوړه ده.

د دې ځای اوسیدونکي په مخ پر زیاتیدونکي ډول له سر دردي، د سترګو سوځیدو او ټوخي څخه شکایت کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې غوښتنه شوې ده چې د هوا د ککړتیا د مخنيوي له پاره باید هڅې پراخې شي: «که موږ له ترهګریزو بریدونو، موټر بمونو او ډزو څخه ژوندي راووځو، نو د هوا ککړتیا مو وژني.» 

sn/ms (dpa)