1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کابل د توغنديز بریدونو مسؤلیت داعش منلی

۱۴۰۰ تیر ۳۰, چهارشنبه

داعش ډلې د سه شنبې په ورځ پر کابل باندې د توغندیز بريدونو مسؤليت پر غاړه واخیست. دغه برید داسې وخت وشو چې په ارګ کې ولسمشر او نور حکومتي لوړ پوړي چارواکي د اختر پر لمانځه ولاړ ول.

https://p.dw.com/p/3xlbD
Afghanistan - Kabul
انځور: Rahmat Gul/picture alliance /AP

د فرانسې خبري آژانس له بیروت څخه د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د سه شنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څيرمه د لیګدلو توغندیو مسؤلیت د داعش ډلې منلی دی. دغه آژانس لیکلي دي چې داعش ډلې پر تیلګرام باندې خپره کړې اعلامیه کې ويلي دي چې «د خلافت سرتیرو په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ... او زرغونه سیمه په اوه کاتوشیا توغندیو په نښه کړه.»

دغه راکټونه داسې مهال ولګیدل چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د لومړي مرستیال، امرالله صالح، پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون لوړپوړي حکومتي چارواکي او سیاسي مشران د ارګ په انګړ کې د لوی اختر پر لمانځه ولاړ ول.

د افغانستان ولسمشر پرون د اختر تر لمانځه وروسته په خپلو خبرو کې وسله وال طالبان پر دغې حملې تورن کړل او وې ويل چې دغه ډله به په ټول افغانستان کې د راکټونو په ويشتلو بریالي نه شي.

په خپرو شوو ويډيوګاڼې کې ښکاري چې يو شمير چارواکي د توغنديدو په لګیدو سره ټګان خورې او یا له خپلو ځایونو بيځایه کیږي. په دې منځ کې د ولسمشر لومړي مرستیال هم د لومړني توغندي په لګیدو ټګان خوري چې په اړه یې په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه هم شوي دي.

صالح تیره ورځ دغو بحثونه ته په غبرګون کې پر خپلې فیسبوک پاڼې وليکل چې «د حملې او چاودنې له کبله ناڅاپي ټګان ویره نه ده، که وي هم طبیعي ده.»

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور هم دا یو غیر ارادي عمل ګڼلی او ويلي دي: «پر لمونځ کوونکو باندې حمله د کوم قانون روش دی.» هغه زیاتوي، څوک چې د دغه جنایت مرتکب ګرځي هغوی د «دین لارویان نه بلکې د اسلام دین دښمنان دي.»

پر ټولنیزو رسنيو یو شمیر کاروونکو بیا د امرالله صالح پر دغه ټګان ملنډې هم وهلي خو ترڅنګ ورڅخه ملاتړ او خواخوږي هم ښودل شوې ده.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني ویاند دولت وزیري د صالح په اړه ليکلي: «قدرمن صالح صاحب د دښمن د سترګو اغزی دی. تل د هیواد په چوپړ او د ملي دريځ خاوند دی.»

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د دغې حملې لږ وروسته د ارګ مانۍ ته څيرمه پر ځمکه کې د توغندیو د لګیدلو پېښه تائيد او ويې ويل چې کومه مرګ ژوبله نه لري. پولیس وايي چې دغه توغندي د یوه موټر له منځه چې سیمه ته نژدې درول شوی وو فیر شوي دي.

تر دې وړاندې هم داعش ډلې په کابل کې د ځينو خونړيو بمي چاودنو، توغندويزو بریدونو او حملو مسؤليت منلی دی.