1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر جنجالونه؛ طالبان ډیورنډ کرښې ته نیږدې امنیتي پوستې جوړوي

۱۴۰۱ فروردین ۳۱, چهارشنبه

د ډیورنډ لانجمنې کرښې په اوږدو کې پر تحرکاتو د پاکستان او افغانستان د حکومتونو تر منځ ناندرۍ شته او آن کله کله نښتې رامنځته شوي، د طالبانو حکومت کونړ کې دغې کرښې ته نیږدې د نویو امنیتي پوستو د جوړولو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4A86h
Grenzzaun zwischen Afghanistan und Pakistan
انځور: Reuters/C. Firouz

د طالبانو حکومت اعلان کړی، چې کونړ کې ډیورنډ کرښې ته نیږدې پر ۴۶ امنیتي پوستو پر جوړولو کار روان دی. دا پوستې داسې حال کې جوړېږي، چې لا هم پر کونړ د پاکستان له لوري توغندیز بریدونه کېږي.

پاکستان ادعا کوي، چې له کرښې افغان غاړې ته هغه وسله وال په نښه کوي، چې هغه هېواد ته خطر پېښوي. طالبانو ویلي، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد خلاف ونه کارول شي.

په تازه پېښه کې، همدا تېره اونۍ پاکستانیو جیټ الوتکو د کونړ په شلتن او د خوست په سپېرې ولسوالیو کې پر وزیرستاني کډوالو بمبارۍ وکړې، چې په دواړو پېښو کې شاوخوا پنځوس کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ودانیو یا هر ډول تحرکاتو پر سر د مخکیني جمهوري دولت، د طالبانو اوسني حکومت او پاکستان تر منځ جنجالونو ته په کتو ايا د پاکستان له لوري د پوستو د جوړولو په اړه د غبرګون امکان شته؟

سیاسي او نظامي شنونکی احمد خان اندړ دویچه ویله ته وویل، د طالبانو د حکومت اوسنیو سیاسي او اقتصادي حالاتو ته په کتو او د هېڅ هېواد له لوري د طالبانو د حکومت د په رسمیت نه پېژندلو ته په پام به ګرانه وي، چې طالبان پر ډیورنډ کرښې بشپړ کنټرول ولري.

دی وايي، پاکستان پر ډیورنډ کرښې د شوي تړون خلاف افغانستان لوري ته مخکې شوی او ځینې سیمې یې نیولي دي. نوموړی وايي، د طالبانو له لوري د پوستو جوړول ښايي د دغې مخکې‌ تګ او راکیټي بریدونو مخنیوي کې مثبت ثابت شي، خو زياتوي، دا کار هله شونی دی چې طالبان د یوې منظمې اردو په جوړولو کار وکړي او پوله ساتي ځواکونه ولري.

د مخکیني حکومت د ملي دفاع وزارت یوه پخواني ویاند جنرال دولت وزیري دویچه ویله ته وویل، پاکستانی حکومت له کرښې راتېر شوی او قوي پوستې یې جوړې کړي دي.

دی وايي، همدې پخوانیو جنجالونو ته په کتو طالبانو ته پکار ده، چې د ډیورنډ کرښې پر اوږدو د پوستو د ساتلو او د دغې کرښې د مدیریت له پاره له ولسي خلکو همکاري وغواړي او هغوی ته خدمات وړاندې کړي.

جنرال دولت وزیري وايي، له ولسي همکارۍ او یوه منظم پوله ساتي ځواک له نشتوالي پرته د شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره اوږدې کرښې ساتل ستونزمن دي.

نوموړی وايي، د مخکیني جمهوري حکومت پر مهال په کونړ، ننګرهار، لوګر، خوست، پکتیکا، ارزګان یو شمېر نورو ولایتونو کې ځینې پوستې د جګړې له امله پرېښودل شوې وې او پوله ساتي ځواکونه ترې شاته تللي وو؛ ځکه په اسانۍ ورته رسېدنه نه شوه کېدلی.

ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحید الله محمدي دویچه ویله ته وویل، اوس مهال د سرکاڼو ولسوالۍ ګنجګل غرنۍ سیمه کې ډیورنډ کرښې سره نیږدې د ۴۶ پوستو پر جوړولو کار روان دی او پر دې سربېره به د پوستو تر منځ سرکونه هم جوړ کړي.

د سپين بولدک پوله له نښتو وروسته بېرته پرانيستل شوه

هغه وویل، د دغو پوستو د جوړولو پیل د دفاع وزارت په امر د کونړ له سرکاڼو ولسوالۍ شوی، هغه سیمه چې هر مهال د پاکستاني ځواکونو تر راکیټي بریدونو لاندې وي.

د کونړ ولایت یو اوسېدونکی د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل، اوس هم پاکستانی پوځ وخت ناوخت توغندیز بریدونه کېږي. دی وايي، د دوی تمه وه، چې د طالبانو له راتلو وروسته به دا بریدونه بند شي؛ خو بند نه شول او لا دوام لري.

ده وویل، د طالبانو له لوري د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پوستو جوړول که څه هم ښه پرېکړه ده؛ خو تر هغې چې دواړه هېوادونه ستونزه د خبرو اترو له لارې حل نه کړي، دا اقدام ګټه نه کوي.

پاکستان له افغانستان سره پر پوله د تاوتريخوالي د له منځه وړلو هڅه کوي

پاکستان ډیورنډ کرښه نړیواله پوله بولي؛ خو د افغانستان حکومتونه او ولس یې فرضي کرښه .

له دولسو ډېر کلونه وشول، چې د پاکستان پوځ د افغانستان د کونړ او ننګرهار په ګډون یو شمېر هغه ولایتونه تر راکیټي بریدونو لاندې نیولي، چې ډیورنډ کرښې ته نیږدې پراته دي.

د جمهوریت له سقوط او د طالبانو په واکمنۍ کې هم پاکستان په کونړ او ننګرهار راکیټي بریدونه کړي، چې طالبانو یې په غبرګون کې ورته عمل کړی دی.

د تورخم د تړل کيدو له کبله د خلکو شکايتونه

امید دیدار