1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

پر ټاکنو بریدونو تر اوسه پورې لږ تر لږه دوه تنه وژلي

۱۳۹۸ مهر ۶, شنبه

د شنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په لومړنیو ساعتونو کې د دې هیواد په بیلابیلو برخو کې بریدونه وشول چې له کبله یې لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول او ۱۷ تنه نور ټپیان شول.

https://p.dw.com/p/3QOIu
Afghanische Polizisten halten an einem Kontrollpunkt in Kabul, Afghanistan, Wache.
انځور: REUTERS/O. Sobhani

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي سحراب قادري، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په سرخ رود ولسوالۍ کې په یوه ټاکنیز مرکز کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

په کندهار ولایت کې هم د رایي اچوونې په یوه مرکز کې چاودنه شوې چې له کبله یې ۱۵ تنه ټپیان شوي. د دې ولایت د پولیسو یوه چارواکي محمد قاسم ازاد، ویلي دي چې د ټپیانو په ډله کې یو پولیس هم شامل دی.

د آزاد په خبره چاودیدونکي مواد د هغه مسجد په «لاوډ سپیکر» کې ځای پر ځای شوي وو چې د رای اچوونې مرکز په توګه ترې کار اخیستل کیده.

په کندز کې هم پر ټاکنیز بهیر باندې برید شوي دی چې د ولایتي شورا د غړو په حواله یې په پایله کې لږ تر لږه یو ټاکنیز څارونکی وژل شوی. د ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبانو پر کندز ښار باندې د سهار په څلورو بجو توغندي وتوغول.

په کابل کې هم ځینې امنیتي پیښې رامنځ ته شوي دي خو لا تر اوسه پورې یې په اړه معلومات نه شته.

(ms/kh (dpa