«پر نورو باندي د کرونا بحران د ملامتي وراچولو خبرداری»
۱۳۹۸ اسفند ۲۹, پنجشنبهاعلان
دغه ۴۲ کلن پاکستاني الاصله امریکايي هنرمنداو کومیډین، چي تر ټولو دمخه د «سیلیکون والي- Silicon Valley»کمیډي سریال په سلسله کي مشهوره سو، د کرونا بحران ته په کتو سره یې د تعقل او احتیاط غوښتنه کړې ده.
د هغه په خبره، پر ځای د دې چي پر چین باندي د دغه ویروس د وراچولو مسؤلیت واچول سي، باید د مشکل حلولوته توجه وسي. هغه په خپل تویت کي ولیکل،«لطفأ قصدأ دې ته سازماندهي مه ورکوی، چي د کرونا ویروس ملامتي پر چین باندي ورواچوی.«
ناجیاني همدارنگه وویل: «سړی باید پر دې باندي تمرکز وکړي، چي د امریکا په صحي سیسټم کي ښه والی رامنځته او عامو خلگو ته د ویروس د ټیسټونو زمینه برابره سي.«