پر معروف ولسوالۍ په بريد کي د پوليسو په گډون ۱۹ کسان وژل سوي
۱۳۹۸ تیر ۹, یکشنبهد کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي دويچه ويله ته وويل چي د شنبې په ناوخته ماښام وسله والو طالبانو د معرف ولسوالۍ پر ودانۍ لومړی څلورو ځانمرگو يرغل کړی چي وروسته وسله واله جگړه پيل سوه.
د هغه په خبره په دې اوږده جگړه کي چي څو ساعته يې دوام کړی دی، ۱۱ پوليس او د څلورو ځانمرگو په گډون ۲۱ وسله وال طالبان وژل سوي دي. هغه زياته کړه چي ۲۷ پوليس ټپيان سوي هم دي.
د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمیسون مسئول محمد هاشم دراني بيا دویچه ویله ته وویل، چي د دوی ۸ کارکوونکي چي په دې ولسوالۍ کي يې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو له پاره د خلکو تقويتي نومليکنه کول، هم وژل سوي دي.
د وسله والو طالبانو ویاند قاري يوسف احمدي بيا رسنيو ته په لېږل سوې خبرپاڼه کي ادعا کړې ده چي د معروف ولسوالۍ مرکز يې نيولی دی او هلته يې مېشت ۵۷پوليس وژلي او ۱۱ يې ژوندي نيولي دي. خو د کندهار امنيتي چارواکو د طالبانو دغه ادعا چي ولسوالي يې نيولې ده او دومره ډير پوليس يې وژلي دي، رد کړې ده.
تر دې مخکي د کندهار د والي ویاند ويلي ول چي يادي ولسوالۍ ته يې د څېړني ډله لېږلې ده، څو پيښه وڅېړي او وروسته به يې جزئيات له رسنيو سره شريک کړي.
بله خوا بیا تیره شپه د کندهار په دوو نورو ولسواليو ژړۍ او پنجوايي کي پر ځينو امنیتي پوستو هم وسله والو بریدونه کړي دي، چي د امنیتي مسئولینو په خبره تر شپږو زیاتو پولیسو ته پکښې مرګ ژوبله اوښتې ده.
محمد ابراهيم سپېڅلي