پر زیلاندي سرتیرو باندې دویم برید وشو
۱۳۹۱ مرداد ۱۶, دوشنبهاعلان
د نوي زیلاند صدراعظم جان کي، د دوشنبې په ورځ (د اگست د میاشتې ۶مه نیټه) وویل چې په بامیانو کې د نوي زیلاند پر سرتیرو باندې د دوهم ځل له پاره برید شوی دئ. هغه زیاته کړه چې په دې برید کې زیلاندي سرتیرو ته تاوان نه دئ رسیدلي خو د هغه په خبره په دې برید کې دوه تنه یاغیان وژل شوي دي.
تر دې مخکې د شنبې په ورځ په بامیانو کې پر زیلاندي سرتیرو باندې برید شوی وو. دغه هیواد په افغانستان کې ۱۴۰ سرتیري لري چې د بامیانو په ولایت کې میشت دي.