پر بگرام بريد کوونکی د سولي له بهیر سره یوځای شوی وو
۱۳۹۵ آبان ۲۴, دوشنبهد یکشنبې په ورځ ځايي چارواکو وویل چې دغه افغان بریدګر چې په افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو پر ستره اډه برید ترسره کړ او د څلورو کسانو د وژلو ترڅنګ یې شاوخوا ۱۶ کسان ټپیان کړل، څو کلونه وړاندې د سولې له بهیر سره یو ځای شوی وو.
د بګرام ولسوال حاجي عبدالشکور قدوسي، په دې هکله وویل: «بریدګر د قاري عنایت الله په نوم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د لغماني کلي اوسیدونکی وو چې په ۲۰۰۸م کال کې د سولې له بهیر سره یوځای شوی وو.» قدوسي، وویل چې یاد بریدګر د شنبې په ورځ په دغه پوځې اډه کې ځان ته چاودنه ورکړه. ولسوال همدا راز زیاتوي چې د دې برید په پایله کې دوه امریکايي سرتیرې ووژل شول او د دوو قراردادیانو په ګډون ۱۶ امریکايي سرتیري او یو بل پولنډي عسکر پکې ټپيان شول.
قدوسي همدا راز وویل: «زه خبر نه وم چې عنایت الله د کارګر په توګه د بګرام په پوځي اډه کې کار کاوه.»
د پروان ولایت د امنیې قومندان محمد زمان مموزي د آلمان خبري آژانس ته وویل: «افغان امنیتي ځواکونو په پروان ولایت کې د دغه بریدګر پر کور چاپه وهلې او د هغه د کاکا د زوی په ګډون یې د هغه پلار نیولی دی او د مموزي په وینا د هغه له کور څخه یې یوه توفنګچه هم موندلې ده او له نیول شوي کسانو پوښتني گروېږني رواني دي.»
د شنبې په ورځ په کابل کې د امریکا سفارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې دوی د امنیتي ستونزو له امله خپل سفارتي خدمتونه د یکشنبې په ورځ بندوي او په افغانستان کې میشت امریکايي وګړو ته یې د تیښتونې او امنیتي ستونزو د راوړلاړیدو په هکله خبردارۍ ورکړی.
په بیانیه کې ویل شوي: «د امریکا سفارت داسې راپورونه ترلاسه کړي دي چې ترهګر په کابل ښار او د افغانستان په نورو برخو کې د بریدنونو پلانونه لري.»
په مرکزي افغانستان کې بګرام هوايي اډه د امریکايي ځواکونو تر ټولو ستره پوځي اډه ده.
د امریکا دفاع وزیر، اشتون کارتر تر برید وروسته وویل: «هغو کسانو ته چې دغه برید یې ترسره کړی، زما پیغام ډیر ساده دی: زموږ ماموریت چې د خپل هیواد ساتنه او د افغانستان سره د دغه هیواد د ښه راتلونکي له پاره مرسته ده، په دې راز بریدونو نه کمزوری کیږي.»
کارتر ژمنه وکړه چې د بګرام اډې امنیت به تر پخوا پياوړی کړي: «په افغانستان کې د سرتیرو خوندي ساتل تل زموږ اولویت دی او موږ به د دغې پیښې پلټنه وکړو او د امنیت د ښه والي له پاره به نور اړین اقدامات وکړو.»
نور مطالب: